اسلام آباد ۔ 28 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت پاکستان كښې د لوبو معيار ښه كولو لپاره سنجيده منصوبې لرې٬ د پاكستان لوبغاړو له به په نړيواله كچه لوړ مقام ترلاسه كولو له كوټلې پاليسي جوړوو۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د قامي اسمبلۍ غړي ملك عامر ډوګر سره كړې چا چې دوي سره د شورو په ورځ ملاقات كړې۔ عامر ډوګر وزيراعظم ته ووئيل د پاكستان فټ ب??ل فېډرېشن په ټاكنو كښې زه صدارتي كانديد يم۔ وزیراعظم په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه جې د فټ ب??ل حقيقي جذبه لرونكي د دې چېلنج قبولو پرېكړه كړې۔ وزیراعظم ملك عامر ډوګر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره باور وركړو چې حکومت پاکستان كښې د لوبو معيار ښه كولو لپاره سنجيده منصوبې لرې٬ د پاكستان لوبغاړو له په نړيواله كچه لوړ مقام ترلاسه كولو لپاره كوټلې پاليسي جوړوو٬ نوې سپورټس پاليسي به زمونږ ?? لوبغاړو٬ كوچز او آفيشلز محفوظ سباٶن باوري كوي۔ په دې موقع د ملك عامر ډوګر په خواست وزیراعظم د فټ ب??ل لوبغاړو ٬ كوچز ٬ رېفري او د آفيشلز پلاوي سره ملاقات كولو له خوښي ښكاره كړه دغسې چې پاكستان كښې د فټ ب??ل ودې لپاره دوي د ابتدائي معلوماتو نه خبر كړي ۔ ملك عامر ډوګر د وزیراعظم لخوا د لوبو بهترۍ كښې په خوښۍ لرلو د دوي مننه وكړه او وزيراعظم ته ئې باور وركړو چې كه زه د فېډرېشن صدر منتخب شوم نو د لوبو ودې لپاره به په حقيقي پېشه وره دول كردار ترسره كړم۔ د ملك عامر ډوګر په خواست وزیراعظم د فیفا او اے اېف سي صدرانو ته د پاكستان دورې بلنه وركولو او دوي سره د ملاقات كولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔ وزیراعظم څوك چې خپله هم يو عظيم لوبغاړې پاتې شوے دا محسوسوي چې په دې كچه خبرو اترو سره به د فټ ب??ل لوبه وده وكړي او د ورلډ ګورننګ باډيز او پاكستان فټ ب??ل فېډرېشن ت??مې??ځه به موثره اړيكې رامخې ته شي