اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب وئېلي دي تېر حكومت د 29 زره ??رب?? روپو د قرضونو ټائم بم پريښودې٬په سسټم كښې د 19 نه تر 19 نيم زره مېګاواټ نه د زياتې برېښنا وركولو صلاحيت نشته٬پخواني حكومت چې څومره هم پارو پلانټس لګول?? هلته ټرانسمېشن لائنونه نشته٬ګرځينده قرض 1200 ??رب?? روپو ته رسېدلې ٬د برېښنا غلا مخ نيوي لپاره اے بي سي كېبل كارولو٬ټرانسمېشن لائن آف ګرېډ كولو او د واپډا ملازمانو څخه د وړيا برېښنا آسانۍ بېرته اخستلو پشمول په نورو چارو غور روان دے۔ده د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو د اطلاعات او خپرونو وزير چوهدري فواد حسېن سره ??ي ??ئي ډي كښې مېډيا ته بريفنګ وركولو۔عمر ايوب ووئيل په 2013 كښې د پاكستان ټول قرض 15 زره ??رب?? روپۍ ؤ٬ اوس د ټول پور حجم 29 زره ??رب?? روپو ته رسېدلې٬په دې پور كښې مهمه برخه د ګرځينده قرض ده۔ده ووئيل د برېښنا پیداوار چې هر څومره زيات شي خو كه په سسټم كښې شاملېدې نشي نو هېڅ فائده نه لري۔ده ووئيل تېر حكومت د برېښنا پلانټونه په هغه ځايونو لګولي چرته چې بيخي ټرانسمېشن لائنز نه وو او كه چرته وو نو هغه ډېر لري وو ٬ ده ووئېل په نويو ټرانسمېشن لائن يوه روپۍ نه ده لګولې شوې ځكه نن د كيپيسټي چارجز پېټې اولس پورته كوي۔وفاقې وزير ووئيل اوسنۍ حكومت غواړي چې اولس د لوډشېډنګ نه خلاص كړي٬د كم ولټېج مسئله لرې كړي او ټرانسمېشن سسټم بهتر كړي۔ دتوان وفاقي وزير ووئيل په تېر حكومت كښې د لږې وصولۍ٬د ناقص ټرانسمېشن سسټم ٬ د تېلو په بيعه كښې د زياتوالي باوجود په وخت د نرخونو نه زياتولو په سبب ګرځينده قرض زيات شوې٬دا وخت دغه قرض 640 ??رب?? روپو ته رسېدلې۔ده ووئيل د نېنشل هولډنګ پاور كمپنۍ 550 ??رب?? روپۍ د دې نه ځانله دي ٬ دغسې ټول ګرځينده پور 1200 ??رب?? روپو ته رسېدلې او د دغې چېلنجونو ترمخه د خزانې وزير مني بجټ وړاندې كړې۔عمر ايوب ووئيل د تېر حكومت لګولي 4 اېل اېن جي ټرمينل د بحر??ن سره مخ دي٬ده ووئيل د برېښنا د 100 يونټو ??ه وركړه د 29 يونټو ??ېسې نه دي ترلاسه كړی شوې چې پكښې سركاري٬غېر سركاري٬لائن لاسز او د كنډو د لارې د برېښنا غلا شامله ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آئي پي پيز بشپړه خپلواكه دي٬تېرو حكومتونو د برېښنا ويشوونكو كمپنو سره داسې لوظ نامې كړي كه اوسنې حكومت په دغې كښې بدلون وغواړي نو كمپنۍ به عدالتونو ته لاړه شي او داسې پېښې رامخې ته شوي هم دي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان تېره ورځ د بندونو په حقله بريفنګ كښې سپارښتنه كړې چې د داسو بند ځپليو له بهتره معاوضه او آسانۍ وركړئ۔داسې پالېسۍ جوړې كړې چې ورسره ځپلي مطمئن وي چې نورو بندونو له لاره هواره شي