اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د كال 2018م په ټولټاكنو كښې په بشپړه ګډون كولو د قام د جذبې ستائنه كړې او وئيلي ئې دي په كوئټه كښې د ترهګرې د دړدېدونكې پېښې سره هم قام انتخابي عمل كاميابولو سره ثابته كړې چې د هېواد او قام سباؤن جهموري عمل سره تړلې د??۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر د هېواد په هر ګوټ كښې انتخابي عمل كاميابولو لپاره د ټاكنو كم??سون٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو غړو او عملې ته هم شاباشې وركړې او وې وئيل د ګټې او تاوان نه پرته د انتخابي عمل سپېځلتيا او د قوم اطمينان ضروري د??۔ دې لپاره ضروري ده چې د قامي سياسي ګوندونو او د انتخابي كانديدانو اطمينان باوري كړې شي۔ په دې لړ كښې دې د پاكستان د ټاكنو كم??سون او ټولې اړوندې ادارې خپلې ذمه وارې تر سره كړي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې په انتخابي عمل كښې كامياب شوي سياسي قوتونه به د ډله ??يزو مفاداتو نه پرته خپله كاميابي د هېواد او قوم د پرمختګ ذريعه جوړه كړي