اسلام آباد ۔27مئی (اے پی پی) روان مالي كال 2018ء كښې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترسېوري لاندې پرمختيائي من??وبو لپاره د 676.3 ارب روپو فنډز جاری كړې شوي كوم چې روان مالي كال لپاره د بېل كړې شوي پي اېس ډي پي بجټ 90.2 فیصد برابر دي۔ د من??وبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزار راپور ترمخه پرمختيائي من??وبو لپاره جاري كړی شوي فنډز كښې د 155.8 ارب روپو غېر ملكي مرسته ه?? شامل ده۔ د راپور ترمخه د روان مالي كال تر پايې به پي اېس ډي پي لپاره د بېل كړې شوي بجټ 100 فيصد برابر فنډز اجراﺀ باوري كولې شي