اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی)پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي نېب په زياتره معاملو كښې د خپلو اختياراتو څخه تجاوز كوي٬كه د نېب د اړخه څه ثابتېدل وې نو په لس ورځو كښې به ثابت شوې وو٬مشرف نېب د خپل عزائم لپاره جوړ كړې ؤ بايد د ډېكټېټر جوړ قانون ختم شي٬ اوس د پريكړې وخت راغلې چې د جمهوري حكومتونو جوړ كړي قوا??ين به چلېږي يا د ډېكټېټر ۔د زيارت په ورځ په عدالت كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې نواز شريف ووئيل مشرف نېب د خپل عزائمو لپاره جوړ كړې ؤ بايد د ډېكټېټر جوړ قانون ختم ش??۔د?? ووئيل اوس د پريكړې وخت راغلې چې د جمهوري حكومتونو جوړ كړې قوا??ين به چلېږي يا د ډېكټېټر جوړ قانون۔ده ووئيل د وزيراعظم د اړخه د نېب چيئرمېن په اړه پارلمان كښې خبره كول يو ښه ګام دے٬په هېواد كښې عجيبه تماشه جوړه ده۔د جنوبي پنجاب د محاذ تحريك انصا?? كښې شاملېدلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب نواز شريف وئيل څوك چې شامل شوي هغه اول د مسلم ليګ(ن)سره ؤے۔ده ووئيل د عمران خان په كومه هم خبره ا??تب??ر نشي كېدلې هغه به څه سياستمدار وي چې د چا په خبره ا??تب??ر نشي كېدې۔