اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان به د شخړيز ك??مي?? اولس د خپل بنيادي حق خپلواكۍ تر وركولو د ك??مي??ي اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي?? پ?? مقبوضه ك??مي?? كښې د هند منظمه رياستي ترهګري او د قابضو هندي ځواكونو لخوا د مقبوضه وادۍ د اولس د قتل عام په سختو ټكو غندنه كوٶ٬ نړيوالي ورورولي بايد ك??مي?? كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د قابضو ځواكونو لخو د ظلم او جبر نوټس واخلي۔ ك??مي?? سره د يوالي ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزیراعظم ووئيل د جمو او ك??مي?? اولس د هند د ظالمانه تسلط په ضد تر اوو لسيزو راهسې بې مثاله هلې ځلې دوامداره ساتلې ۔ د بې ګناه ك??مي??يانو په ضد د اوسني جارحيت ٬ كوم كښې چې د شلو نه زيات ك??مي??يان شهيدان او د 200 نه زيات بې ګناه مظاهرچيان ژوبل شوې په جمو او ك??مي?? كښې د هندي قابضو ځواكونو د ظلم او جبر يو ښكاره ثبوت دے۔ هند د شخړيز ك??مي?? د نر اولس د خپلواكۍ حق كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دے پرله پسې انكاري دے۔ وزیراعظم ووئيل د شخړيز ك??مي?? كشاله نه يوازې د نيمې وچې د پاك او هند د وېش نامكمله اېجنډا ده بلكې دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا په شاملو شخړو كښې د ټولو نه پخوانۍ شخړه ده۔ ده ووئېل پاکستان ك??مي?? كښې د هند د منظمې رياستي ترهګرۍ او د هند د قابضو ځواكونو لخوا د شخړيز ك??مي?? د اولس د بيهمانه قتل په سختو ټكو غندنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل هندي ځواكونه په جمو او ك??مي?? كښې د بې ګناه اولس د بنيادي بشري حقونو پشمول د سوله ايزې اجتماع د حق بد ترينه خلاف ورزۍ كوي٬ده ووئېل د شخړيز ك??مي?? سينئر حريت مشران نيولي شوي يا په كورونو كښې نظر بند كړې شوې٬ د پاكستان اولس او نړيواله ورورولي د جمو ك??مي?? د اولس بې مثاله جرات او مړانې ته د قدر په سترګه ګوري كوم چې د هند د رياستي آپرېټس تسلط ٬ د بدترينې رياستي ترهګرۍ ٬ د بشري حقونو د خلاف ورزۍ او د تشدد په استقامت سره مقابله كوي۔ وزیراعظم ووئيل نړيوالي ورورولي دي ك??مي?? كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د قابضو ځواكونو لخو د ظلم او جبر نوټس واخلي او د دغې خاتمې لپاره د غږ پورته كونكې د جمو او ك??مي?? اولس سره كړې لوظونه دې تر سره كړي۔