اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكس??ان د كلبهوشن يادېو كورودانې او مور سره د ملاقات لوظ پوره كړو٬ ملاقات خالص د انساني همدردې په بنياد شوے٬ كمانډر ياديو په پاكس??ان كښې د هندي ترهګرې اص?? څېره ده٬ د هند د قونصلر رسنې په اړه پرېكړه به د هېواد مفاد او قانون په نظر كښې ساتلو سره كولې شي٬ د ياديو مور د پاكستاني حكومت٬ اولس او د خارجه دفتر مننه كړې۔ د ګل په ورځ د هندي جاسوس كلبهوشن كورودانې او مور سره په خارجه دفتر كښې د ملاقات كولو نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند وئيل چې هندي جاسوس٬ ترهګر او ورانكار د هند د نېوي حاضر سروس آفيسر كلبهوشن يادېو ته په پاكس??ان كښې د جاسوسې٬ ترهګرې او ورانكارې په چارو كښې په ككړ كېدو د مرګ سزا اورول شوې۔ هندي جاسوس په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې په سندھ او په خاص توګه په بلوچس??ان كښې د ترهګرې د كارروائيو اعتراف كړے۔ د تحقيقاتو او مقدمې ترسره كېدو نه پس پاكس??ان خالص د انساني همدردې په توګه هند ته د ياديو كورودانې سره د ملاقات وړاندېز كړے خو هند ياديو سره د هغه د مور د ملاقات كولو خواست وكړو كوم چې پاكس??ان منظور كړو۔ د ياديو كورودانې او مور سره په اسلام آباد كښې د هند دوهم هائي كمشنر ے پي سنګهـ هم و خو هغوي ته ياديو سره د خبرو كولو او د خبرو اورېدلو اجازه نه وه۔ د ملاقات په مهال هغه هندي جاسوس ليدلې شو۔ وياند ووئيل چې د ياديو كورودانې او مور ته د پاكس??ان د دورې كولو اجازه د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې وركړې شوې۔ اسلام د امن دين دے او د صله رحمې درس وركوي۔ وياند ووئيل چې د هند په وېنا د كمانډر ياديو كارروائيو يو شمېر مېئندې د ز??منو او لوڼو نه محروم كړے دے۔ ده ووئيل چې د دوهم هائي كمشنر موجودګي قونصلر رسنه نه وه٬ وياند ووئيل چې د يادويو كورودانه او مور بېرته مسقط ته ولېږل ??ول??