سوچی ۔ یکم دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د جمعې په ورځ د كرغستان خپل همڅنګ سفرایزاکوف ??ره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ وزیراعظم د كرغستان خپل همڅنګ ته د وزيراعظم په حېث د منصب په سنبالولو مباركي وركړه او د شنګھائي مرستې تنظيم غړي جوړېدو كښې ئې پاكستان ??ره په مرسته كولو د كرغستان مننه وكړه۔ د كرغستان وزيراعظم شنګھائی تعاون تنظیم كښې د پاكستان د شاملېدو هركلي كولو ??ره دا د تنظيم د قدر وړ اثاثه وګرځوله۔ د ملاقات په مهال دو??ړو وزيراعظمانو د شنګھائي تعاون تنظيم په فرېم ورك او په دوه اړخيزه بنيادونو مرستې ته د ود?? وركولو په طريقو خبرې اترې وكړې۔ دو??ړو لارښودو د كاسا 1000 پراجېکټ په ??ړ كښې په لاس ليك شويو لوظنامو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ اوس دا منصوبه د عملدرآمد پړاؤ څخه تېرېږي۔ دو??ړه د تجارت او دفاع په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو ته هم سلا شول۔ دو??ي د دو??ړو هېوادونو د ايوان هائے صنعت وتجارت ترمېنځه زياتې نه زياتې مرستې ته هم سلا شول۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان كښې د هائي وېز او موټروېز پرمختګ ??ره به د كرغزستان او سيمې نورو هېوادونو ته هم ګټه ورسي چې ور??ره به ګوادر او د پاكستان نورو بندر ځايونو ??ره رابطې جوړې شي۔ په دې ??ړ كښې ده د پاكستان ، چین ، کرغزستان او قزاخستان ترمېنځه په ټرانزت لوظنامه كښې د 4 اړخيز ټرېفك په اهميت رڼا واچوله۔ وزیراعظم په اقتصادي تعاون تنظيم زور راوړو چې هغه د تنظيم په سيمه كښې رابطې زياتې كړي۔ پاكستان دا مهال ددې تنظيم مشري كوي۔ دو??ړه د پاكستان او كرغزستان ترمينځھ مضبوطې شريكوالۍ په ځائې كولو ته هم سلا شول۔ وزيراعظم حاقان عباسي خپل همڅنګ ته د پاكستان دو??ې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔