نیویارك 13 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مه كلنه غونډه د نړيوالې اد??رې صدر دفتر نیویارك كښې پيل شوې كوم ته به چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی پشمول د ټولې نړۍ حكومتي مشران خطاب كوي۔ د عمومي اسمبلۍ صدر میرو سلے لاجیك د غونډې افتتاحی خطاب كښې ووئيل د ملګرو ملتونو د جوړولو مقصد د ټولې نړۍ وګړو خېر ښېګړې له كار كول دي۔ ده ووئيل كومو وګړو لپاره چې دا نړيواله اد??ره جوړه شوې وه او كومو وګړو ته چې د دې اد??رې حاجت دې هغوي نن دلته نشته او نه هغوي په دې ف??رم په مذاكراتو او د مسئلو حل كښې نيغ په نيغه ګډون كوي خو د عمومي اسمبلۍ مقصد دا دې چې د هغوي غږ پورته كړې شي۔ وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی به دې غونډې ته په 21 ستمبر خطاب كوي او په خپل خطاب كښې به د امن او جنګ پھ اړه د خپل دريځ سپيناوې كوي۔ غونډې ته په خپل خطاب كښې د ملګرو ملتونو عمومي سيكت?? انټونیو ګوټرېش ملګرو ملتونو ك??ې د مجوزه اصلاحات ذكر وكړو كوم سره چې نړيواله اد??ره لا قوي كيدې شي۔ ده ووئيل د ټولې نړۍ وګړي د بدلون غوښتنه كوي او غواړې چې حكومتونه په ښه ډول كار وكړي۔ده ووئيل مونږ په دې خبره متفق يو بايد ملګري ملتونه هم خپلې ذمه دارۍ ترسره كړي، او هم دغه د ملګرو ملتونو ك??ې د اصلاحات مقصد دې په كوم به چې د عمومي اسمبلۍ پھ روانه غونډه كښې غور كولې شي۔