اسلام آباد31 اګست (اے پي پي) پاكستان د ترهه ګرو د پټنځايونو په اړه ?? امريكې تور رد كړی او وئېلې يې دي چې په دې لړ كښې پھ افغانستان كښې ?? امريكائي جنرال جان ن??كل??ن بيان ناجائز او په يو صورت هم د قبلولو وړ نه دې٬هند دې د ډوكلام شخړی پشان خپلو نورو ګاونډي هې??اد??و سره هم شخړی په ښه ډول حل كړي۔پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزۍ او د حريت مشرانو پھ نيولو اندېښنه لرو٬د افغانستان مسئله په طاقت نه شي حل كېدې٬د ټاكل شويو پاكستاني سفيرانو درې ورځنۍ كنفرنس به د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې پیل كېږي او مشري به يې وزيراعظم كوي۔دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ داونيز پرېس بريفنګ پھ مهال د بېلا بېلو پوښتنو ??واب وركولو سره وكړې۔په پاكستان كښې د ترهه ګرو د پټڼځايونو په اړه ?? امريكائي جنرال بيان رد كولو سره وياند ووئيل چې پھ دې لړ كښې ?? امريكې جنرال بيان په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه دې٬د دې په ضد هند افغان خاوره په پاكستان كښې عدم استحكام او وران كارۍ لپاره كاروي چرته چې د تحريك طالبان٬جماعت الاحرار پشمول د نورو ترهه ګرو ډلو پټې اډې جوړې دي۔ ده ووئيل چې پخپله ?? امريكې د دفاع پخواني وزير چك هيګل د هند لخوا د پاكستان په ضد د افغان خاورې د كارولو اعتراف كړې وو خو وياند ووئيل چې د افغانستان په اړه د پاكستان دريځ واضح دې۔پاكستان پھ افغانستان كښې پوخ امن او استحكام غواړي ځكه چې دا د پاكستان په ګټه دې۔ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان پشمول په منطقه كښې امن او استحكام لپاره ټولو مهم هې??اد??نو سره پھ تماس كښې دې۔د پاكستان او امريكې د اړيكو په اړه وياند ووئيل چې د پاكستان او امريكې ترمينځه په لوړه كچه د رابطو علم نه لرم خو د دواړو هې??اد??نو ترمينځه ?? امنيت٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د سائنس او ټېكنالوجۍ پشمول په نورو څانګو كښې مرسته موجود ده۔ده ووئيل چې د هې??اد??نو ترمينځه اختلافات ځي راځي۔وياند ووئيل چې خارجه وزير به ډېر زر ?? امريكې پشمول د يو شمېر دوست هې??اد??نو په دوره لاړ شي چرته به چې هغه د ملاقاتونو په مهال د سوئېلي آسيا په اړه ?? امريكې پالېسۍ پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كوي۔په هند كښې د پاكستان پخواني هائي كمشنر عبدالباسط د خط په اړه وياند ووئيل چې خط بد قسمتي ده٬د چېلنجونو مخ نيوي لپاره به مونږ ته د داسې خبرو نه ډډه كول وي٬د مقبوضه كشمير په اړه وياند ووئيل چې دلته پرله پسې د بشري حقونو ??خه سر غړونه روانه ده۔وياند پھ افغانستان كښې د ترهه ګرۍ د پیښو غندنه وكړه او په ټېكساس كښې په طوفان كښې په شوې تباهۍ يې هم د افسوس څرګندونه وكړه