اسلام آباد31 دسمبر (اے پي پي) د پاكس??ان ټرېډ ډويلپمنټ اتهارټۍ ﴿ټي ډي اے پي﴾ په شنګهائي كښې په 6 ورځني نړيوال نندارتون سېكنډ چائنا انټرنېشنل امپورټ اېكسپو كښې ګډون كولو لپاره د جنورې تر 10مه نېټه كال 2019م خواستونه طلب كړل۔ د اتهارټې لخوا جاري شويو تفصيلاتو له مخې په دې نړيوال نندارتون كښې به كنزيومر الېكټرونكس اېنډ اپلائنسز٬ آټوموبائل٬ ملبوسات٬ د خوراك او كركيلې مصنوعات او د طبي آلاتو پشمول يو شمېر مصنوعات وړاندې كولې شي۔ دا نړيوال نندارتون به د كال 2019م د ??وم??ر د 5مې نېټې نه د ??وم??ر تر 10مې نېټې كېږي۔ په دې لړ كښې نور تفصيلات د اتهارټۍ د وېب پاڼې نه ترلاسه كېدے ??ي