لاهور 26 دسمبر (اے پي پي) د بانكونو د لارې د ترسيلات زر حجم زياتولو عزم پوره كولو لپاره نېشنل بانك د بانك الجزيره په مرسته د سعودي څخه د ترسيلات زر حجم زياتولو لپاره مرستې ته تيار دے۔ د پاكستان د نېشنل بانك ذريعو له مخې په دې لړ كښ?? د دسمبر په 24مه نېټه د بانك الجزيره چارواكو لخوا د پاكستان دورې په موقع د نېشنل بانك چارواكو سره په مذاكراتو كښ?? د ټولو چارو پرېكړه شوې۔ په مذاكراتو كښ?? د سعودي څخه په قانوني توګه د ترسيلات زر پاكستان ته د منتقلې په چارو خبرې شوې دي۔ نېشنل بانك او بانك الجزيره د سعودي عرب څخه په قانوني توګه ترسيلات زر پاكستان ته په منتقلې اتفاق كړے۔ د يادونې وړ ده چې د پاكستان نېشنل بانك په ښارونو او كلي والو سيمو كښ?? د 1500 نه زياتې څانګې لري او دا بانك د پاكستان په ترسيلات زر كښ?? مهم كردار ترسره كوي۔ سعودي عرب هغه هېواد دے د كوم څخه چې پاكستان ته په ټو??ه نړۍ كښ?? تر ټولو زيات ترسيلات زر ترلاسه كېږي۔