اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه خارجه دفتر ته طلب كولو سره د هندي ځواكنوو لخوا په اېل او سي بهمبر سېكټر كښې د ډزو په اړه سخت احتجاج كړې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د نومبر په دوهمه نېټھ په لائن آف كنټرول بهمبر سېكټر كښې د هند قابض ځواكونو لخوا د ناتاره ډزو په نتيجه كښې د پكا كوټها 22 كلنه منزه بي بي زوجه محمود وسيم شهيده او د هغې درې خوائندې ژوبل شوي دي۔د سوئيلي آسيا ??و سارك لپاره ډائرېكټر جنرال ډاکټر محمد فېصل د خالي په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر طلب كولو سره د ډزو په پېښه احتجاجي مراسله ھغه له وركړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ضبط او تحمل د مطالبې باجود د هند لخوا د ج??ګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ روانې دي ۔ د خارجه دفتر وياند و??ئيل چې سږ كال هند تر اوسره په كنټرول لائن او ورك??ګ باٶنډري د ج??ګ بندۍ 2312 نه زياتې خلاف ورزۍ شوې دي چې پكښې تر اوسه 35 بې ګناه كسان شهيدان او 135 نه زيات ژوبل شوي دي۔ وياند و??ېيل بې ګناه وګړې قصداً په نښه كول يو ناوړه ٬ د بشري حقونو او نړيوالو قوانينو په ضد اقدام دے ۔ ده ووئيل د هند پرله پسې د ډز بندۍ خلاف ورزيو سره سي??ه ايز امن او سلامتيا ??ه خطر دې۔ وياند په هند زور روارو چې د ډز بندۍ د لوظنامې دې پالنه وكړې شي او خپل ځواكونه دې هم د ډز بندۍ پابند كړي