اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د فاټا د انضمام عمل پايې ته رسول او قبائيلي سيمې په اسانيو كښې د هې??اد نورو سيمو سره سمول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده٬ حكو??ت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظام زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم دا خبرې فاټا سره د تعلق لرونكو سناتورانو پلاوي سره كړې دي چا چې د جمعې په ??رځ په ??زيراعظم آفس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ د فاټا سناتورانو په ??لاوي كښې سید شبلي فراز، هدایت اللہ?? هلال الرحمان، اورنګزېب، تاج محمد، سجاد حسېن، حاجی مومن خان او مرزا محمد آپریدۍ شامل وو۔ د ملاقات په ??هال د قبائيلي سيمو په ??جموعي صورتحال ٬ د فاټا انضمام ٬ په انتظامي چارو او په ??ورو مسئلو خبرې وشوې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د فاټا د انضمام د عمل بشپړتيا او قبائيلي سيمو ته د نورو سيمو غوندې آسانۍ وركول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده۔ ده ووئيل چې قبائيلي سيمو كښې د بلدياتي نظام نفاذ سره به د اولس په صحيح معنو كښې اختيار مند جوړولو او د پرمختګ عمل باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ حكو??ت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظام زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي