اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير شهرياراپريدي وئيلي دي پاكستان ايران سره ټولو څانګو كښې خپلو اړيكو د ودې وركولو عزم لري٬ د پاك ايران ملګرتيا په لفظونو كښې نه شي بيانېدې ٬ دا رشته ??ائمي ده وخت سره سره به دا لا قوي شي۔ ده دا خبرې د ايران خبرې رسنې ادارې “ارنا” سره د ګل په ورځ خ??له مركه كښې وكړې۔ دوهم وزير ووئيل ايران وړٶمبې هېواد ٶ چا چې په كال 1947 كښې پاكستان تسليم كړې ٶ۔ ده ووئيل دو??ړو هېوادونو تل د يو بل ملګرتيا كړې۔ شهرياراپريدي و??ئيل د پاکستان حکومت خپلو ګاٶنډيانو ٬ اسلامي نړۍ او د نړۍ نورو هېوادونو سره اړيكو ته وده وركول غواړي۔ ده ووئيل مونږ ايران سره خپلې اړيكې هغې كچې ته ??وتلل غواړو چې نړۍ له يو مثال وګرځي۔ دوهم وزير ووئيل وزارت سنبهالولو نه وروستو مې په تفتان كښې د پاك ايران پولې دو??ه كړې دغسې چې ايران ته ??لونكو زائرينو ته ?? وركړې شويو آسانيو او امنيت جاج واخستلې شي۔ ده د ايران واكمونو ته هم خواست وكړو چې كله هم د تفتان دو??ه وكړي نو زئراينو ته ?? وركړې شويو آسانيو جاج اخستو لپاره دې د ايران د پولې هم دو??ه وكړي۔ ده ووئيل د ځان او مال تحفظ د حكومت ذمه واري و?? د حكومت د سخت حفاظتي ګامونو په سبب د محرم په وړومبو لس ورځو كښې امن ٶ۔ شهریار خان آپریدي د ايران په اهواز ښار كښې د ترهګرۍ د پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره دا په انسانيت بريد ګرځولې۔ ده ووئيل حكومت او اولس د غم په دې ګهړۍ كښې د ايران خپلو روڼو سره يو ب??اب?? شريك دے۔ ده ووئيل پاكستان خپله هم ترهګرۍ سره مخ دې او دا دړد محسوسولې شي۔ ده هيله ولرله چې د ترهګرۍ په ضد د ايران او پاكستان عزم به لا مضبوط شي