اسلام آباد 20 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې پ??کستان به په هر سخت وخت كښې د سعود?? عرب سره ولاړ وي، پاکستان به كوم هم بل هېواد په سعود?? عرب بريد كولو ته پري نه ږدي۔ سعودی ګزټ سره خپله يوه مركه كښې د حوثی ياغیانو بروندونه كوم چې پ??له پسې په سعود?? عرب توغندي وروي او تر دې چې د حرم په نښه كولو هم هڅه كوي په اړه د پوښتنې په ځواب وزیر اعظم عمران خان ووئيل‘‘دا زمونږ د ټولو حکومتونو ښكاره مؤقف دې چې چا له به هم په سعود?? عرب د بريد اجازه ور نه كړې شي بلکه مونږ به تل له د سعود?? عرب سره ولاړ يو’’ ۔ د مينځني ختيز شخړے په اړه وزیر اعظم عمران خان ووئيل د اسلامي هېوادونو ترمينځه په شخړو دړديږو او پاکستان به اسلامي نړۍ يو بل په رانزدې كولو كښې مصالحتی کردار ??رس??ه كوي خو عمران خان په دې خبره زور راوړلو سره ووئيل چې مونږ د شخړو په پوځي حل باور نه لرو او دا ګڼو چې د ټولې شخړې په سیاسی ډول حل كېږي۔ ده ووئيل د یمن شخړه كښې مثبت کردار ??رس??ه كيدې شي۔ د سعود?? عرب سره د اړيكو په اړه وزیراعظم عمران خان ووئيل د سعود?? عرب حکومت په هر سخت وخت كښې د پاکستان سره مرسته كړې۔سعود?? عرب تل زمونږ بشپړه مرسته كړې او سعود?? عرب سره خاص اړيكې لرو۔ د پاکستان ا??لس سعود?? عرب يو محفوظ او سوكاله هېواد ليدل غواړي۔ د وزیر اعظم په حيث خپلې وړومبنۍ غیر ملکی دورې لپاره د سعود?? عرب په انتخاب د پوښتنې په ځواب عمران خان ووئيل ټولو مسلمانانو په زړونو كښې سعود?? عرب خاص مقام لري او هم دغه وجه ه چې هر د يو مسلمان لارښود د مکې او مدینې دورہ يو فطری عمل دې۔ده ووئيل زه د خادم الحرمېن ا??شریفېن په خاص بلنه سعود?? عرب ته راغلې يم او د يو مسلمان مشر په حيث د مکې او مدینې دورہ زما لپاره ضروری وه۔د خپل نوې پ??کستان په وژن خبرو كښې ده ووئيل زمونږ د تګلارې مقصد غريبي او بدعنوانی ختمول ،بشري وسائلو كښې سرمایه کاری او د قوي ادارو جوړول دي۔ده ووئيل پاکستان يو داسې فلاحی ریاست جوړول زما خواب دې چې پكښې انصاف او میرټ وي۔ وزیر اعظم عمران خان د سعود?? عرب د بدعنوانۍ مخنيوي كمپائن ستائلو سره ووئيل بدعنوانی په هېوادونو كښې د غريبۍ لوي سبب دې۔ده ووئيل زمونږ حكومت په هېواد كښې د بد عنوانۍ مخنيوي يو لوئ كمپائن پيل كړې۔