اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) حكومت دا خبره په ډاګه كړې چې هند سره به د اوبو او ډېمونو جوړولو په معامله د پخوا په ډول نرمه رويه خپلولې نه شي۔ مونږ به سخت دريځ خپلوو۔ د نهې په ورځ سېنېت كښ?? دپوښتنو دمې په مهال د سناتور آغا شاه زېب دراني د پ??ښتنې په ځواب كښ?? ډاكټر بابر اعوان ووئيل هند پ?? نيلم كشن ګنګا بجلي ګھر جوړ كړې ولې د رېټل پن بجلي ګھر جوړول ئې لا پېل كړې نه دي۔ د بجلی ??ھر ډیزائن د لوظنامې اړوندو تصريحاتو ترمخه نه دے۔ د بشري حقونو وزيرې ډاکټر شیریں مزاری ووئيل د هند ډله نن خبرو اترو له راروانه ده۔ هند چې كوم بندونه جوړ كړې دي په دې كښ?? ئې د لوظنامې خلاف ورزي كړې ولې مونږ ډېر وروستو په دې معامله ثالثي عدالت ته تلې يوو۔ دې ووئيل هند سره مو دا معامله په وخت پورته نه كړه۔ دا د تېرو حكومتونو غلطي ده اوس به نرمي خپلولې او رعايت كولې نه شي۔ دې څخه وړاندې د سناتور اعظم سواتي د پ??ښتنې په ځواب كښ?? ډاكټر بابر اعوان ووئيل په اوسني وخت كښ?? څلور نيوكليئر پاور پلانټس قومي ګرډ سره مرسته كوي۔ د كال 2017ء په مهال سی ون څخه 325، سی ټو څخه 325، سی تھری او سی فور څخه 340/340 میګاواټ برېښنا پېدا كړې شوه۔ ده ووئيل جاج به اخستلې شي چې كومې ذريعې ارازانه برېښنا پېدا كولې شي۔