اسلام آباد 02 ا??ست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وزير بېرسټر سید علي ظفر وئيلي دي د آزادۍ ورځ به په قامي جوش او ولوله لمانځلې شي ٬ 14م ا??ست مونږ ته د پلرونو نېكونو لازواله قربانۍ رايادوي٬ اړوندې ادارې بايد د آزادۍ ورځې دستوره تاريخي جوړولو له هيڅ بې غوري ونه كړي۔۔ و??اق?? وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د آزادۍ ورځې په موقع د بېرغ هسك كولو دستورې پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ و??اق?? وزير د اطلاعات او خپرونو وزارت او ماتحت ادارو اے پي پي ٬ راډيو پاكستان او پي ټي وي ته امر وكړو چې ھغوي د پاكستان كلتور٬ د وياړ جوګه جغرافيائي تنوع او قامي ورثه په ځانګړې توګه رامخې ته كړي۔ و??اق?? وزير رياستي ميډيا ته امر وكړو چې ھغوي په سوشل ميډيا هم جلا د آزاد رياست ترلاسه كولو لپاره د شوو هلو ځلو ٬ د پاكستان تاريخ او د 14م ا??ست اهميت پحقله كمپائن وچلولي۔ كمېټۍ ته د كابينه ډويژن لخوا تفصيلي بريفنګ هم وركړې شو۔ و??اق?? وزير د بېرغ هسك كولو پحقله د بېلا بېلو هلو ځلو منظوري وركړه ۔