اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬ مريم نواز او كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر په ايون فيلډ ريفرنس كښې د ا??تساب عداكت پرېكړه چېلنج كولو سره په اسلام آباد هائي كورټ كښې د سزا په ضد خواستونه دائر كړي دي په كومو كښې چې د قېد٬ جرمانې٬ نااهلې او د جائېداد د ضب?? كولو حكم د لغوا ګرځولو خواست شوے۔ د خواجه حارث او د امجد پروېز اېډوكېټس د لارې په دائر كړ?? شويو خواستونو كښې د ا??تساب عدالت جج او نېټ فريق جوړ كړ?? شوي دي۔ د ګل په ورځ د نواز شريف٬ مريم نواز او د كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر د وكيلانو لخوا په دائر كړ?? شويو اپيلونو كښې خواست شوے چې نواز شريف٬ مريم نواز او كېپټن ﴿ر﴾ صفدر ??ې خوشي كړ?? شي٬ د اپيلونو تر پرېكړه دې نواز شريف٬ مريم نواز او صفدر په ضمانت خوشي كړ?? شي او په عارضي توګه دې د نواز شريف٬ مريم نواز او د صفدر سزا معطل كړ?? شي۔ په اپيلونو كښې وئيلي شوي دي چې د ضمني ريفرنس او عبوري ريفرنس په تورونو كښې تضاد دے٬ حسن او حسېن نواز ته د ضمني ريفرنس نوټس نه دې لېږل شوے۔ د صفائې په بيان كښې وئيلي شوي دي چې استعاثه د تورونو په ثابتولو كښې ناكامه شوې۔ په دفاع كښې د ګواه وړاندې كولو ضرورت نه و۔ د شك ګټه تورن ته رسي۔ د ا??تساب عدالت جج مس كنډكټ كړ??۔ د ا??تساب عدالت د جولائي د 6مې نېټې پرېكړه دې لغوا وګرځول شي۔ په خواستونو كښې وئيلي شوي دي چې عدالت ته يوه اونۍ د پرېكړې موخر كولو خواست شوے و۔ احتساب عدالت خواست رد كولو سره په غېر حاضرې كښې پرېكړې اورولې۔ په اپيل كښې د نواز شريف چارج شيټ هم شامل كړ?? شوے۔