كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك د اتوار په ورځ د كمبائنډ ملټري روغتون ﴿س?? اېم اېچ﴾ كوئټه دوره وكړه او د مستونګ په پېښه كښې د ژ??بل شويو كسانو عيادت ئې وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سن??راني٬ د بلوچستان نګران وزيراعلٰي علاؤالدين مري٬ د رېلوے نګران وفاقي وزيره خورشيد روشن بروچه هم وزيراعظم سره وو۔ نګران وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك د روغتون انتظاميې ته ژ??بل كسانو ته د غوره طبي اسانيو وركولو هدايت وكړو او د هغوي زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔ د نګران وزيراعظم د دورې په موقع د كوئټه امنيت ډېر سخت كړے شوے۔