اسلام آباد 03 جنوری (ا?? پي پي) د سېنېټ چيئرمېن ??حم?? صادق سنجراني وئيلي دي چې د پاكستان او بحرېن ترمېنځه تاريخي٬ كلتوري٬ سماجي او پارلماني روابط په اقتصادي كچه د مستحكم كولو ضرورت دے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن دا خبرې د زيارت په ورځ د پارلمان په ود??نې كښې د بحرېن سفير ??حم?? ابراهيم ??حم?? سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د سېنېټ چيئرمېن د بحرېن مشرتابه ته ??ه ټاكنو كولو مباركي وركړه او وړومبې مېرمن سپيكرې فوزيه عبدالله يوسف ته ئې هم د سپېكرې په حېث ??ه ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ ده ووئيل چې د اسلامي امت ستونزې حل كولو لپاره ضروري ده چې مونږ يو موټې شو او د پارلماني سفارتكارې د لارې ستونزې حل كړو او د قومونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره هڅې زياتې كړو۔ ده ووئيل چې پاكستان بحرېن سره تجارتي او اقتصادي مرسته زياتول غواړي۔ د دې څخه وړاندې د پارلمان په ود??نې كښې د اردن سفير مېجر جنرال ﴿ر﴾ ابراهيم يالي سره په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې امت ته د ورپېښو ستونزو حل لپاره د شريكې حكمت عملې ضرورت دے او پاكستان او اردن ته به ګڼ اړخيزه مرسته زياتولو لپاره هڅې كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او اردن ترمېنځه د دوه ا ړخيزه اړيكو زياتولو ضرورت دے۔ ده په پارلماني كچه د پلاوو په تبادله كښې د اضافې كولو خواهش هم څرګند كړو۔