اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په پارليمنټ هاؤس كښې په كيمره مينز تشدد كوونكي دې په 24 ساعتو كښې ونيولې شي او اېف آئي آر دې درج كړې شي٬د نواز شريف پر??ئيوېټ ګارډز د اړخه كيمره مينان پھ نښه كړی شوي د كومې چې غندنه كوو٬سباؤن كښې به پر??ئيوېټ ګارډز ته پارليمنټ ته د راتللو اجازه نه وي٬په هر سخت وخ?? كښې وېډيو جرنلسټس خپل فرائض ترسره كوي۔د ګل په ورځ د پارليمان په خوا كښې د اسلام آباد ا??س اېس پي وقار خان سره د مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د نواز شريف پر??ئيوېټ ګارډز كيمره مينان په نښه كړي مونږ ئې غندنه كوو٬ ده ووئېل په صحافت كښې كيمره مين مهم كردار لري٬په هر سخت وخ?? كښې هغوي خپل فرائض ترسره كوي۔ ده ووئ??ل د ګارډ د بريد په نتيجه كښې د سماﺀ ټي وي كيمره مين علي زيدي او واجد پمز روغتون ته رسولې شوي او د هغوي اېم ??ر آئي شوې٬د هغوي زر روغتيا له دعا كوو۔وفاقي وزير ووئيل يو ګارډ په پښو ويستلو كښې بريالې شوې او بل د اسمبلۍ سېكورټي نيولې ٬ ده ووئ??ل د اسلام آباد ا??س اېس پي دې پېښه كښې ككړ ګارډ په ضد د خبريالانو په خواست اېف آئي آر درج كړي۔