اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان وئيلي دي د برېښنا غلا او د كنډا سستم مخنيوي لپاره به د اے بي سي كېبل لګولو كار تر راتلونكي اوړي بشپړ كړې شي٬ په كومو سيمو كښې چې د برېښنا غلا يا د كنډا نظام موجود دے هلته د لو??شېډنګ نه كولو ضمانت نه شو وركولې٬ د بقايا جاتو وصولۍ لپاره لائحه جوړو٬ ډي آئي خان٬ كرك او پېښور كښې د اربونو روپو لائن لاسز دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ناصر موسٰي زئۍ پ??ښور كښې د ټاسك فورس لخوا د برېښنا د كورني مصرف كوٶنكو په ځائ د صنعتي او تجارتي مصرف كوٶنكو مسئلو ته د ترجيح وركولو پحقله د پام راګرځولې د نوټس په ځواب وفاقي وزير ووئيل زمونږ حكومت د برېښنا په ټېرف كښې د نېپ??ا د تجويز نه كمه اضافه كړې ٬ 75 فيصده خلق دې اضا??ې څخه استثنٰې لري٬ ده ووئېل 95 فیصده صنعتي مصرف كوٶنكي د دې اضافې په زد كښې نه راځي٬ مونږ ټاسك فورس جوړ كړې چې مشري ئې دوهم كمنشر كوي٬ دا ټاسك فورس به د برېښنا غېر قانوني كنكشن قانوني كوي او د برېښنا غلا مخنيوي لپاره به اقدامات كوي۔ وفاقې وزير ووئيل په كومو سيمو كښې چې د برېښنا غلا يا د كنډې نظام موجود دے د لو??شېډنګ نه كولو ضمانت نشو وركولې٬ د بقايا جاتو وصولۍ لپاره لائحه جوړو٬ ډي آئي خان٬ كرك او پېښور كښې د اربونو روپو لائن لاسز دي٬ هېواد به تر كومې دا زيان برداشت كوي٬ ده ووئېل اهلكارو سره په ګډه دا كار كېږي٬ دې څخه بچ كېدو لپاره جديده ټېكنالوجي معرفي كوٶ٬ چرته چې غلا كېږي هلته به لو??شېډنګ كېږي٬ اے بي سي كېبل معرفي كوٶ او په دوېم پړاٶ كښې به سمارټ ميټر معرفي كولې