اسلام آباد 04 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډاكټر عارف علوي له مباركي وركولو سره وئيلي دي ډاكټر عارف علوي يو سنجيده او نفيس شخصيت دے۔ د هغه اولس مشر ټاكلې كېدل د پاكستان وفاق لپاره خوشبينه دي۔ د نهې په ورځ جاري ك??ې شوي بيان كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل ډاكټر عارف علوي د تحريك انصاف مؤسس لارښود دے او هغه يو?? علمي او ديني كورنۍ سره تعلق لري۔ د هغه ټاكنه به وفاقي لا مضبوط كړي۔ ده ووئيل ډاكټر عارف علوي به د رياست مشر په حېث خپلې ذ??ه وارۍ په غوره ډول ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ په جمهوري عمل كښې په ګډون كولو مخالفې ډلې له هم مباركي وركوؤ۔