اسلام آباد03 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پائيدار سيمه ايز امن ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو حاجت په ډاګه كولو سره ددې پخلې كړې چې د نزدې ګاونډي هېوادونو په حېث د پاكست??ن او افغانست??ن امن او سوكالي يو بل سره تړلې ده۔ ده داخبره د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ خپل پاكستاني همڅنګ سره ټېلېفوني تماس ونيولو او د خارجه وزيرات ذمه واريو په سنبالولو له ئې ده ته مباركي وركړه۔ پاكستان لپاره د افغان حكومت او اولس لخوا د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره صلاح الدين رباني ووئيل مونږ د??ه اړخيزه اړيكې مستحكم ليدل غواړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه دواړو لارښودو د روان كال مئي مياشت كښې امن او يو يوالي لپاره د پاكست??ن او افغانستان لائحې (اے پ?? اے پ?? پي اېس) پېل كېدو سره په د??ه اړخيزه اړيكو كښې رامخې ته شوې پياوړتيا وستائله۔ دواړه لارښود دې خبرې ته هم سلا شول چې د اے پ?? اے پ?? پي اېس راروان دور به اسلام به كېږي۔ ده په اسلام آباد كښې د افغان علماﺀ كنفرنس كېدل خوشبين وګرځول د كومې نېټې ته چې حتمي شكل وركولې شي۔ د امنيتي ستونزې په سوب جلال آباد كښې دپاكستاني فونصلېټ بندېدو په معامله هم خبرې وشوې۔ شاہ محمود قرېشی افغان حكومت ته تر 28 اګست 2018ء د موجود امنيتي انتظاماتو بحالۍ خواست وكړو دغسې چې قونصلېټ جنرل د معمول ترمخه خپل كار ترسره كړې شي۔ افغان خارجه وزير په دې لړ كښې د مثبت ځواب باور وركړو او ده تې??ه ورځ كابل كښې پاكستاني سفير سره د خپل ملاقات ذكر وكړو۔ د مسئلې تر حل كېدو به پاكستان په بېړني توګه د قونصل خانې د حد دننه مېشته رنځورانو يا طالبعلمانو ته وېزې وركول دوامدار ساتي۔ د افغان خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته د افغانستان دورې بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړه