اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ??اك??ر فېصل وئيلي دي هند د ملګرو ملتونو لخوا پ?? مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو په لويه كچه د خلاف ورزيو پحقله د راپور په ضد ګراه كونكې ډنډوره كوي ٬ دغسې چې ھغوي دا د ناسمه دستاوېز په توګه ثابت كړي خو په دې راپور كښ?? په مقبوضه كشمير كښ?? د هندي ځواكونو لخوا د بربريت او ظلم او جبر واضحه كړې شوي ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د يوته فار كشمير ترسېوري لاندې سېمينار ته خپلې وېنا كښ?? وكړې۔ سېمينار ته د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښود الطاف حسېن واني، جنیوا كښ?? د پاکستان سفیر ضمیر اکبر او نور هم وېنا وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښ?? ده ووئيل د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپا??ه د هائي كمشنر لخوا كشمير كښ?? د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو پحقله د شائع شوي راپور نه پس هند په دې مسئله كښ?? نړيوال فشار سره مخ دے ۔ مقررینو د دې راپور ستائنه كولو سره ووئيل هند ملګرو ملتونو ته د مقبوضه كشمير صو??تحال نه خبرېدو لپا??ه د اجازې وركولو نه انكاري دے او دوي لپاره بېلا بېلې بهانې لټوي۔ ګډون كوٶنكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې ھغوي به د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو ملاتړ روان ساتي او د بې ګناه كسانو په ضد ظلم او جبر به په ډاګه كوي۔ ??اك??ر فېصل ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پحقله رامخې ته شوي راپور د هند ناوړه څېره نړۍ ته ښكاره كړې۔ ده ووئيل دا راپور د پاكستان لخوا نه دې وړاندې كړې شوې بلكې دا د يو مستند نړيوالې ادارې راپور دے كوم چې كښ?? ټول حقاېق رامخې ته كړې شوې ۔ په دې موقع جنيوا كښ?? د پاكستان سفير ضمیر اکبر او الطاف حسېن واني هم وېنا وكړه۔)ص ف/ض ض/ګ ل/2138)