اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د مقبوضه كشمير په بې ګناه وګړو د هندي ظلم او تشدد په ضد د غندنې قرارداد منظورېدو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړولې شوې چې د هندي عسكرو د اړخه د دې تشدد نوټس واخلي۔د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دې ?? كشمير مسئله حل كړې شي۔د ګل په ورځ د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د قواعد معطل كولو تحريك وړاندې كړو د كومې منظورۍ نه پس چې هغه قرارداد ايوان ته وړاندې كړو۔قرارداد كښې وئېلي شو?? چې دا ايوان پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه په بې ګناه كشميريانو د ظلم او تشدد غندنه كوي او نړيوالې ورورولۍ ته خواست كو?? چې د دې نوټس واخلي۔قرارداد كښې وئېلي شو?? چې دا ايوان غوښتنه كو?? چې كشمير لپاره دې ملګري ملتونه خاص استازي غوره كړي۔قرارداد كښې د پاكستان د دې عزم پخلې شوې چې ?? كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ به روان ساتلې شي