اسلام آباد 12 اپریل (اے پي پي) پاكستان هند د سارك سمټ د غونډې موخر كېدو ذمه وار ګرځولو سره وئيلي دي پاكستان سارك سمټ زر كولو له چمتو دے٬ سارك سمټ د هند د ناوړه رويې له امله موخر كړې شوې٬هندي اقداماتو د منطقې پرمختګ او اقتصادي پېشرفت اودرولې٬ پاكستان شريكې معاملې ګڼ اړخيزه فورمونو ته د وړاندې كولو د هڅو غندنه كوي٬ د كشمير كشالې تر هواري به په قلاره نه كېښنو٬ د وزیراعظم د كابل دوره ګټوره ګرځېدلې٬ په شخړيز كشمير ??ښې د هند د اوسني ظلمونو پحقله خارجه وزير د ايران او تركيې خارجه وزيرانو او د او آئي سي عمومي سېكتر سره تماس نيولې۔۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل بیجنګ څخه د سكائپ د لارې نېغ په نېغه اوونيز خبري بريفنګ په مهال وو??يل پاكستان د كشمير كشاله ژوندۍ ساتلې٬ د كشمير د اوږدې مودې شخړې سوله ايز هواري لپاره به زمونږ هلې ځلې روانې وي ٬ مونږ به دا كشاله په نړيواله كچه پورته كوٶ۔ مقبوضه كشمير ??ښې د هند اوسنيو ظلمونو پحقله وياند وو??يل په دې لړ ??ښې خارجه وزير خواجه آصف د ايران او تركيې خارجه وزيرانو او د او آئي سي عمومي سېكتر سره تماس نيسې او د ملګر ملتونو عمومي سېكتر او د او آئي سي عمومي سېكتر لخوا هم په دې لر ??ښې بيانونه جاري شوې او ھغوي هم د بې ګناه كشميريانو د قتل عام غندنه كړې ۔ د سارك پحقله د يوې پوښتنې په جواب وياند وو??يل سارك سمټ لپاره پاكستان بشپړ چمتووالې نيولې خو د هند نا وړه رويې له امله غونډه موخر كړې شوې۔ ده وو??ېل پاكستان شريكې معاملې ګڼ اړخيزه فورمونو ته د وړاندې كولو د هلو ځلو غندنه كوي۔ وياند په افغان پوله د ګوله بارۍ پحقله افغان تورونه رد كولو سره وو??يل پاكستان د كاميابو عملياتو ضرب عضب او رد الفساد د لارې هېواد څخه د ترهګرو خاتمه كړې او د دلته نه تخښتېدلي ترهګرو په افغان خاوره محفوظې ژالې جوړې كړې او داعش هم په افغانستان ??ښې وجود لري چرته نه چې ھغوي د پاكستان دننه پوستې په نښه كوي ۔ وياند وو??يل زمونږ ځواكونه يوازې ځوابي كاروائۍ كوي٬ پاكستان د افغانستان د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ احترام كوي۔ د خارجه دفرر وياند د يوې پوښتنې په ځواب وو??يل د دفاع وزير ماسكو ??ښې د امنيتي كنفرنس په غرض د روسيې په دوره دے كومه چې د امنيتي چارو پحقله د پاكستان او روسيې د معمول رابطې برخه ده۔ د سوريې پحقله وياند وو??يل پاكستان د سوريې د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ احترام كوي