اسلام ??با?? 20 مارچ (اے پي پي) اټالين نيوي مشر اې??مرل والټر ګيراډلي د اسلام ??با?? نيول هېډكوارټر دوره وكړه او د پاك بحريه مشر اې??مرل ظفرمحمود عباسي سره ئې ملاقات كړې۔نيول هېډكوارټر ته په رسېدو د پاك بحريه مشر د اټالين نيوي مشر هركلے وكړو۔د پاك بحريه يوې چ??ك ډلې ده ته سلامي وكړه۔د سلامۍ نه پس دې نيول هېډكوارټر كښ?? د پرنسپل سټاف افسرانو سره معرفي كړې ش??۔د دې نه پس د اټالين نيوي مشر اې??مرل والټر ګيراډلي د پاك بحريه مشر سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په پېشه وره چارو او دوه اړخيزه بحري همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دواړو هېوادونو سمندري ځواك ترمينځه د مرستې په بېلو څانګو هم غور وشو۔د پاك بحريه مشر اې??مرل ظفرمحمود عباسي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? د پاكستان عزم او كردار او په خاص توګه كولېشن ميري ټائم كمپين پلان او د سمندري غلو مخ نيوي عملياتو كښ?? د پاك بحريه په ګډون رڼا واچوله۔اېډمرل والټر ګيراډلي په سيمه كښ?? د بحري امن او استحكام په لړ كښ?? د پاك بحريه كردار او خذمات وستائل۔د ملاقات نه پس د سيمه ايزو مسئلو په اړه د پاك بحريه پھ نقطه نظر او بحري هند كښ?? د امن او استحكام په لړ كښ?? د پاك بحريه كردار په اړه ده ته بريفنګ هم وركړې ش??۔د دې نه پس اټالين نيوي چيف اسلام ??با?? نيول هېډكوارټر كښ?? د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو