اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې نج??ارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه چې په كښې د پاكستان انټرنېشنل اېئر لائن (پي آئي اے) او د پاكستان سټېل ملز په چارو غور و??و۔ د وزيراعطم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نج??ارۍ وفاقي وزير دانیا?? عزیز د دواړو ادارو د مالي چېلنجونو او په مستقل بنياد د ممكنه حل پحقله پرېزنټېشن وركړو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د تېر وخت بد ??نتظامۍ او بې غورۍ څخه دواړو ادارو ته سخت زيان رسېدلې چې ورسره د دواړو ادارو ملازمان هم ستونزو سره مخ شوي دي۔ وزیراعظم د تفصیلي غور نه پس پي آئي اے كښې تنظيم نو لپاره د وړاندېزونو تيارولو امر وكړو۔ كابينه كمېټۍ پرېكړه وكړه ??ې د اهم او غېر اهم څانګې دے جلا كړې شي۔ په دې موقع د پاكستان سټيل ملز د مالي او انتظامي او د ملازمانو چارو پحقله هم خبرې اترې وشوې۔ په غونډه كښې د سټيل ملز پحقله سرمايه كارو سره د رېونېو وېش او مراعاتي لوظنامې په تجويزهم غور و??و۔ وزیراعظم د سټيل ملز پحقله د جامع منصوبې جوړولو هدايات كولو سره ووئيل منصوبه كښې دې د ملازمانو چارې تر نظر وساتلې شي