اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو ا?? منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د صوبو ترمېنځه په سي پېك د رايو اتفاق سره په منصوبو كار ګړندې او په كاميابۍ سره په بشپړېدو كښ?? مرسته ترلاسه شوې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په سېنېټ كښ?? د سي پېك د خاص كمېټۍ په راپورونو د خپل دريځ په مهال وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل صوبې د دې مېګا پراجېكټ خواږو څخه استفاده كولو لپاره هڅې كوي٬ د اعلٰې وزيرانو ا?? د دوي د ډلو د سي پېك په جائنټ وركنګ ګروپس او جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ كښ?? ګډون د دې خبرې واضح ثبوت دے چې حكومت په سپېځلتيا٬ اجتماعيت ٬ قامي همغږۍ او په برابرۍ عمل كوي۔ وفاقي وزير زياته كړې چې سي پېك د پاكستان د مجموعي پرمختګ منصوبه ده كومه چې د شك نه غېر صوبو ا?? ټولو سيمو په خاص توګه د لرې پرتو سيمو ا??لس لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانځي٬ د سي پېك له مخې د مواصلاحاتو ا??فراسټركچر منصوبې سندھ ٬ بلوچستان او د خېبر پښتونخوا لرې پرتو سيمو كښ?? نه يوازې رابطو ته وده وركړي بلكې نوې معاشي مركزونه به هم راپېدا شي۔ احسن اقبال ووئيل تهر كښ?? د سكرو په درنګونو ا?? د برېښنا په منصوبو كښ?? 5 بېليونه ډالره سرمايه كاري شوې ده۔ وفاقي وزیر زياته كړه چې د سي پېك له مخې صوبو ا?? سيمو كښ?? اقتصادي زون جوړېږي دې زونز كښ?? سرمايه كارۍ سره به نه يوازې د دغه سيمو معاشي حالت ښه شي بلكې د روزګار موقعې به هم پېدا شي۔ ده ووئيل د سي پېك دا پړاٶ به د 2020 نه تر 2025 بشپړه شي او دلته به هر چا ته د سرمايه كارۍ برابر موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې 820 كلوميټره اوږده فائبر آپټك غوځولو كار روان دې ٬ خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښ?? به دې منصوبې سره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښ?? انقلاب راشي۔ وفاقي وزير ووئيل د سي پېك له ِخې په لګېدونكو ټولو منصوبو د ماحوليات پحقله د نړيوالو معيارونو له مخې د جديد سپر كرټيكل ټېكنالوجي وړ پلانټونه لګولې كېږي دې سره سره خېبرپښتونخوا كښ?? هائېدرو پاور پراجېكټس لكه داسو٬ سكي كناري او په ديا مر بهاشا منصوبو هم كار روان دې