اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) اول?? مشر ممنون حسېن د بدعنوانۍ مخنيوي نظام د انصاف د اصولو له مخې په جوړولو زور راوړل?? سره وئيلي دې د هر ډول بدعنوانۍ او ناانصافۍ نه پاك نظام د يوې مستحكمې جمهوري ټولنې بنياد وي٬ دا ډول ټولنه په ھغه صورت ممكنېدې شي كله چ?? د معاشرتي خرابو د وجوهاتو په سنجيدګۍ سره جاج واخستلې شي او د مخنيوي لپاره ئې كار وكړې شي۔ اول?? مشر دا خبرې د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوال ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړې كومه چ?? نن د جمعې په ورځ لمانځلې شي۔ اول?? مشر ووئيل پاكستان په سركاري او اولسي كچه د بدعنوانۍ مخنيوي له په هلو ځلو كښې د نړيوالې ورورولۍ په هره وړومبۍ ډله كښې شامل دے٬ ده ووئېل مونږ ګڼو چې د بدعنوانۍ او ناانصافۍ نه پاك نظام د يو مستحكمې جمهوري ټولنې بنياد وي٬ دا ډول ټولنه په ھغه صورت كښې ممكنېدې شي كله چ?? د معاشرتي خرابو د وجوهاتو په سنجيدګۍ سره جاج اخست?? سره د ??ې مخنيوي لپاره كار وكړې شي٬ اول?? مشر ووئېل تاريخ وائي چې د دې جرم بنياد لالچ او هوس دے كوم چې لا قانونيت ٬ د خپلوانو خيال نه ساتلو او زياتو خواهشاتو ته وده وركوي۔ ده ووئيل پاكستان يو عظيم الشان افاقي نظريې سره جوړ شوې چې مقصد ئې د الله پاك مخلوق ته انصاف او خوشحالي رسول ٶ او هم د دې په سوب د پاكستان جوړېدو نه پس د ستونزو باوجود زمونږ مشرانو په ډېره خوارۍ او لنډه موده كښې د خوږ هېواد بېرغ هسك كول?? سره ځينې شاندارې كارنامې ترسره كړې خو چې څنګه د قانون سرلوړي كمزورې شوه ??و قانون ماتوٶنكي عناصر په طاقت كښې شول نو مسئلې راپېدا شوې۔ اول?? مشر ووئيل پاكستانے قام په دې صورتحال قابو موندل?? سره ټولنه كښې خپل جائز مقام ترلاسه كولو له يو موټې دے چې لپاره ئې ضروري ده چ?? د بدعنوانۍ مخنيوي نظام د انصاف په اصولو جوړ كړې شي۔ اول?? مشر ممنون حسېن د بدعنوانۍ مخنيوي د نړيوالې ورځې په موقع د هېواد په ګوټ ګوټ كښې د خاص دستورو په انتظام د قامي احتساب بېورو د هلو ځلو ستائنه كول?? سره هيله څرګنده كړه دا اداره به د قام د توقعاتو له مخې سپېځلې نظام جوړولو كښې خامخا كاميابېږي۔