اسلام آباد 04 نومبر (اے پی پی) سېنېټ د بلوچستان آواران ضلع سره تعلق لرونكو درې ميرمنو او ماشومانو د راخوشې كولو هركلې كولو سره په دې لړ كښې اجتماعی هلې ځلې ستائلې دي۔ سېنېټ د دې پېښې په 31 اکتوبر نوټس اخستې ؤ او حکومت ته ئې د زر تر زره راخوشې كولو په اړه د اقداماتو كولو او سېنېټ خبرولو سپارښتنه كړې وه۔ د سېن??ټ سیکټريټ لخوا جاری شوې پریس ریلیز له مخې په 31 اکتوبر ایوان كښې ??ڼو سناتورانو دا معامل?? پورته كړې وه چې کوئټه كښې درملنې له موجود درې ميرمنې او د هغوې بچې نيولې شوي دغسې د سېنېټ چیئرمېن هم د پېښې نوټس اخستې ؤ۔ په 01 نومبر د سېنېټ په غونډه كښې ډاکټر جهانزیب جماالدینی د كورنيو چارو وزير پام دې پلو راګرځولې ؤ، د سېنېټ چیئرمېن د كورنيو چارو وزير ته وئيلې ؤ چې په دې اړه د حکومتی نقطه نظر څخه ایوان خبر كړي۔