لاهور 14 اکتوبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د پاكستان د مقدر پرېكړه ??ه د هېواد 21 كروړه ا??لس كوي٬ د خوږ وطن د پرمختګ قيمت ادا كوو٬ چين د نورو هېوادونو په ??عاملو كښې د لاس وهنې په ځائ مرسته كوي٬ سي پېك د هېواد د رغونې او خوشحالې لويه پروژه ده٬ د كومې ګټه به چې تر پن??و لسيزو پاكستان ته رسي٬ خو دا پروژو د هندوستان په ??ظر ښه نه راځي٬ په سي پېك دې امريكا خپلې فتوې ځان سره كېږدي٬ بايد امريكا خپله پاليسي بدله كړي۔ ده دا خبرې د خالي په ??رځ په ا??حمرا كښې د رېلوے سكولونو زده كوونكو ته د انعامونو وركولو دستورې ته د خپلې وېنا په ??هال وكړې۔ په دې موقع د رېلوے چارواكو پشمول د سكولونو ماشومان ٬ د هغوي مور او پلار او ښوونكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې كه پاكستان په 70 كلونو كښې څه د لاسه وركړي دي نو ډېرې لاسته راوړنې ئې هم كړې دي۔ دې خاورې انجينئران٬ سائنسدانان او غوره پروفېشنل پېدا كړي دي كومو چې په ??لكي او نړيواله كچه خپل صلاحيتونه په ??ورو منلي دي۔ ده ووئيل چې ناعاقبت اندېش خلق افواګانې خپرولو سره سره په سازشونو بوخت دي۔ د دوي په خبرو كښې مه راځئ۔ ده ووئيل چې پاكستان يو اټومي طاقت دے او د نړۍ تر ټولو ښه پوځ٬ طاقتوره عدليه ا?? آزاده مېډيا لري۔ دلته خلق د خپلې خوښې مشر ته د رائې وركولو حق لري د كوم چې مونږ ته حفاظت كول دي چې دغسې خلق د ووټ د لارې د پاكستان د سباؤن پرېكړه وكړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان د مقدر پرېكړه به ا??س يو څو خلق نه كوي او نه به پرېكړې په ??ومه بند كمره كښې كېږي٬ دا پرېكړې ??ه د هېواد 21 كروړه ا??لس كوي۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې مونږ ايمان لرو چې پاكستان به تر قيامته قائم او دائم وي٬ خوږ وطن به مخ په ??ړاندې بوځو٬ ده ووئيل چې د پاكستان د پرمختګ قيمت مونږ ادا كوو٬ مقبول مشرانو ته ادا كول وي٬ په دوي تورونه هم لګي او بې دخل كولې هم شي۔ ده ووئيل چې د تركيې اولس مشر ډېرو ستونزو سره مخ شو خو د هغه ځائ سياسي ګوندونو د بالغ نظرې په ??تيجه كښې ټول خنډونه له مېنځه يوړل۔ ده ووئيل چې په د امريت په دور كښې داسې سياسي ګوندونه جوړ كړے شول كومو چې د اولس نمائندګي نه كوله٬ سياسي ګوندونه مات كړے شول او كنګز ګوندونه جوړ كړے شول٬ تر ننه هغه سياسي ګوندونه د صدمې څخه نه دي راوتلي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په ا??ماندارې سره مو د رېلوے د هرې يوې څانګې سمولو هڅې كړې دي٬ د رېلوے امدن مو د 18 اربه روپې نه 40 اربه روپو ته ورسولو۔ ګاډي اپ ګرېډ كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د رېلوے سكولونو كنټرېكټ ښوونكي په بتدريج رېګولر كړے شي۔ د سكولونو حالت به ښه كولې شي او په بجټ كښې به ئې هم اضافه كولې شي۔ د دې څخه وړاندې وفاقي وزير ښه كاركردګې څرګندونه كوونكو زده كوونكو ته ا??عامونه وركړل۔