اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال په اېچ نائن بازار ??ښې د اور پېښه كښې ځپليو سټال هولډز ته د حكومت لخوا د مرستې باور وركړې او وئيلي ئې دي چې د اسلام آباد پوليس به تر دسمبر مياشت يو مثالي پوليس كښې بدل كړې شي٬ پاكستان منطقه كښې مستقل سوله او ثبات غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د اور ځپلې اېچ نائن بازار د دورې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د اسلام آباد ميئر او د سي ډي اے چيئرمېن شېخ انصر عزیز ٬ د داخله وزارت ٬ د سي دي اے او د مېټرو پولېټن چارواكو پشمول په لويه ??مېره ځپلي هم موجود وو۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير وو??يل د بازار دوره كولو مقصد يوازې معائنه كول نه بلكې مشاهده كول دي د دې راپور به وزيراعظم ته هم وركولې شي ځكه چې په بازار ??ښې د اور لګېدو له امله د 600 نه د زياتو كسانو روزګار ځپلې شوې دے۔ تحقیقاتی او د جاج كمېټي به په دوه ورځو كښې د دې راپور وړاندې كوي۔ ده وو??يل زه به وزيراعظم ته سفارش كوم چې د ځپلو دې مرسته وكړې شي دغسې چې دوي بيا پخپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ داخله وزير باور وركړو چې حكومت به د اور لګېدو بشپړه جاج اخستو نه پس د ځپليو ممكنه مرسته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير وو??يل د ډان ليكس د معاملې عسكري او سياسي مشرانو په ګډه انكوائري كړې او دا ئې خپل انجام ته رسولې۔ ده وو??يل د ټرمپ لخوا د پاكستان په ضد بيان وركولو سره اوس مونږ ټولو له په ګډه سوچ كول پكار دي ځكه چې اوس ټول قام له يو موټې كېدلو ته اړتيا ده او هم دا اتحاد او قوت به سباٶن كښې بريالې كوي۔ ده وو??يل د ټرمپ د بيان نه پس سياسي او عسكري قيادت د هېواد د ټولو اړخونو جاج اخستې او مونږ په هر صورت كښې د پاكستان د مفاداتو دفاع كوٶ او په دې لړ كښې مونږ مل??رو هېوادونو سره رابطه كړې٬ مونږ ټول به په ګډه د پاكستان دفاع لپاره كار ??وٶ۔ ده وو??يل پاكستان د امريكې نه بلكې امريكا د پاكستان قرض دارې ده۔ ده وو??يل پاكستان په نړۍ كښې ممتاز حېثيت لري او زمونږ د صلاحيتونو نړۍ اعتراف كوي او دغسې په مل??رو ملتونو كښې هم پاكستان يو ځانګړې مقام لري٬ پاكستان به امن لپاره په ګډه كردار ??وبوي۔ په دې موقع د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د اسلام آباد ميئر هم خبرې وكړې۔