اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) وز??را??ظم عمران خان وئيلي دي مونږ د بدلون مخالفت كوؤنكو وړاندې ولاړ يؤ٬ د كرپټ سسټم نه ګټه پورته كوؤنكي د الېكټرانك ووټنګ مشين (اي وي اېم) مخالفت كوي٬ اي وي اېم به د پاكستان مسئلې حل كړي٬ راروان دوه كلونه حكومت لپاره ډېر مهم دي٬ مونږ له به خپل هدفونه ترلاسه كول وي ٬ ټول وزارتونه بايد سخته خواري وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د كاركردګۍ لوظنامو لاسليك كېدو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسین ، د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز او د وز??را??ظم خاص مرستيال ارباب شهزاد په شمول نور خصوصي مرستيالان ٬ سلاحكاران ٬ د وفاقي څانګو سېكتران او نور اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وز??را??ظم ووئيل په راروانو دوه كلونو كښې د خپل هدفونو ترلاسه كول ??يا?? ضروري دي۔ د دې به مانټيرنګ هم كولې شي۔ راروان كال مونږ لپاره ډېر مهم دے۔ هغه ووئيل زه 10 كاله د كركټ لوبډلې كپتان پاتے شوے يم۔ د لوبغاړو تلل راتلل مې ليدلي دي۔ ??ول عمري هغه ډله كاميابه وي كومه چې هر وخت خپل جاج اخلي?? وز??را??ظم ووئيل تعليم هم مونږ ته د خپلو صلاحيتونو جاج اخستل ښائي?? وزیرعظم په وزارتونو زور راوړو چې هغوي دې خپل ټاكلي هدفونه ترلاسه كړي?? وز??را??ظم ووئيل حكومت په اولني كال كښې سختو ستونزو سره مخ پاتے شو٬ دا تر ټولو سخت وخت ؤ?? وز??را??ظم ووئيل مونږ د هغه ټولو مافياز په ضد ولاړ يؤ كوم چې د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي۔ ??غه ووئيل پخوا په هر يو الېكشن د ټګۍ تور لګېدلے او ټاكنې متنازعه شوي۔ الېكټرانك ووټنګ مشين سره به د ټګۍ تورونه ختم شي۔ د كرپټ نظام نه چ?? څوك ګټه بورته كوي هغوي په هېواد كښې بدلون نه غواړي۔ دا د حكومت تر ټولو لويې دښمنان دي۔ ??غه ووئيل وروستي دوه كاله زمونږ لپاره ډېر اهم دي۔ ??ونږ په اقتصادي ستونزو قابو موندلې او د كورونا وائرس وبا په صورتحال كښې مو سختې پرېكړې وكړې۔ د خپل اولس ژوند او معيشت مو بچ كړو۔ مونږ د ډېر سخت وخت نه وتلو سره دلته رارسېدلې يؤ نو ځكه مونږ له به سخته خواري كول وي دغسې چې خپل هدفونه ترلاسه كړؤ?? وز??را??ظم ووئيل د اسمبلۍ ټول غړي پرمختيائي فنډز غواړي ٬ مونږ به د پرمختيائي فنډز په بنياد نه بلكې د حكومتي كاركردګۍ په بنياد راروانو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوؤ?? وزیراعظم ووئيل اصل جنګ په پنجاب كښې دے۔ هغه ووئيل اولس به دا وويني چې 5 كاله پس مونږ كومه بهتري رامخې ته كړې او كومې نتيجې مرتب شوې۔ هغه ووئيل مونږ له به د خپلو هدفونو ترلاسه كولو پلو پام ګرځول وي?? وزیراعظم خصوصي مرستيال ارباب شهزاد ته د كاركردګۍ جاج اختسلو په نظام مباركي وركړه