اسلام آباد17 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيدا حمد وئېلي دي د نيوزي لينډ كركټ ډلې دوره ملتوي كېدل يو سازش دے٬كوم امنيتي ت??ريټ نشته٬د نيوزي لينډ كركټ ډلې له امنيتي ادارو په زړه پ??رې امنيت وركړے۔د جمعې په ورځ داخله وزارت كښې په مې??يا سېل كښې خبري كنفرنس ته ده ووئيل د پاكستان ټولو امنيتي ادارو پشمول اېس اېس جي او څلور زره پوليس اهلكارو امنيت وركړے او ??مونږ د ادارو سره هېڅ ډول د امنيتي ت??ريټ اطلاع نشته۔ د كوم ذكر چې د نيوزي لينډ سېكورټي انچارج كړے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په دوشنبے كښې په يوه مهمه غېرملكي غونډه كښې ؤ٬څوك چې د صورتحال نه خبر كړے شو٬ دغسې وزيراعظم عمران خان د نيوزي لينډ وزيراعظمې سره په ټېليفوني خبرې كړي او هغې ته يې د كركټ ډلې ته د هر ممكن امنيت وركولو لپاره د پورته كړو ګامونو په حقله وئېلي دي چې په پاكستان كښې د نيوزي لينډ كركټ ډلې ته كوم خطر نشته او ?? پاكستان په امنيتي اقدامات هم د اطمينان څرګندونه شوې وه۔ ده ووئېل د نيوزي لينډ يوه امنيتي ډله هم پاكستان ته راغلې وه كومې چې امنيتي اقدامات د تسلۍ وړ ګرځولي او ?? هغوي څخه هم مونږ ته د تهريټ كال كوم ثبوت نه دے ترلاسه شوے۔ده ووئيل د هند مې??يا د پاكستان په ضد ډنډ??رې كوي خو پاكستانے قام د قامي سلامتيا په مسئله په يو پیج دے او ?? عمران خان په قيادت كښې متحد دے۔ده ووئيل د پاكستان د اړخه د نيوزي لينډ كركټ ډلې ته بغېر د تماشګيرو د لوبې كولو وړاندېز هم وركړے شوے ؤ خو هغوي خبره ونه منله۔داخله وزير ووئيل په داسې موقع چې كله پاكستان په نړۍ كښې د امن تر ټولو لوي كردار ترسره كوي او ?? ترهه ګرۍ په ضد په زړه پ??رې لوظ لري٬په داسې وخت كښې د يو سازش ترمخه دا دوره ملتوري كړی شوه۔ده ووئيل زمونږ نېشنل كرائسز منيجمنټ سېل هم ډېر كار كړے او وئېلې يې دي چې د هېڅ ډول امنيتي ت??ريټ اطلاع نه وه۔ده ووئيل مونږ غواړو چې كركټ وكړې شي۔وزيراعظم عمران خان د يو لوبغاړي په حېث ورلډ كپ ګټلے كوم چې زمونږ لپاره يو درناوے دے۔ده ووئيل د دې سازش په شا پټ لاسونه شته۔داخله وزير ووئيل مونږ د افغان امن مرستياله يو٬زمونږ ټولې پولې محفوظ دي٬ځينې پټ لاسونه پاكستان د قربانۍ ګډورے جوړول غواړي او ??واړي چې وينه وبهېږي خو د هغوي دغه خواهش به پوره نشي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د افغانستان لپاره په بشري بنيادونو د مرستې لېږلو پريكړه كړې۔ده ووئيل قام ته پېغام وركړے شوے چې مونږ يو ژوندے زړه لرونكے قام يو ٬ مونږ په هر ډول امن راوستے او ??ا به قائم ساتو او ?? نړۍ سره به په ګډه مخ په وړاندې ځو۔ده ووئيل د پاكستان تشخص به لا ښه كېږي٬مونږ افغان پوله محفوظ كړې ٬په اوسنيو كښې كوم كډوال پاكستان ته نه دې راغلي او په پاكستان كښې د كډوالو كېمپ نه دے جوړ كړے شوے۔