اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان ځايې حكومت د جمهوريت بنيادي ??ها??چه ګرځولو سره اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې په پنجاب كښې په سمدستي ??وګ?? بلدياتي ټاكنو له اقدامات وكړي٬د نهې ??ه ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پنجاب كښې د بلدياتي چارو په اړه غونډه وشوه۔په ملاقات كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر٬فواد چوهدري٬شفقت محمود٬مخدوم خسرو بختيار٬غلام سرور خان٬چوهدري طارق بشير چيمه٬مونس الهي٬د پنجاب د خوراك وزير عبدالعليم خان او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔د پنجاب د د بلديات وزير ميا محمود الرشيد د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔د پنجاب حكومت وزيراعظم له په صوبه كښې د نوي لوكل ګورنمنټ ماډل په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم عمران خان په دې خبره زور راوړو چې ځايې حكومت د جمهوريت بنيادي ??ها??چه ده۔ده ووئيل د قوي بلدياتي نظام نه غېر جمهوريت نامكمل دے۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د بلدياتي نمائندګانو نيغ په نيغه ټاكنه باوري كړئ