اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجي او د تېلي كميونيكېشن وزارت ترمخه د يونيورسل سروس فنډ پالېسي كمېټۍ د مالي كال 22-2021 لپاره د 30 بېلو پروژو په لړ كښې د 18 اربه روپو څخه د زيات بجټ اصولي منظوري وركولو سره د فنډ جاري كولو سپارښتنه كړې۔د پالېسي كمېټۍ غونډه د آئي ټي وفاقي وزير ??يد امين الحق په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د آئي ټي سېكرټري ډاګټر سهيل راجپوت او د فنانس ډويژن نمائندګانو ګډون وكړو۔په دې موقع د يو اېس اېف چيف ايګزېكټو افسر حارث مح??ود چوهدري كمېټۍ له د تېرو دريو كلونو په كاركردګۍ او نوې مالي كال لپاره په مجوزه منصوبو بريفنګ وركړو۔غونډې ته په خپله و??نا كښې وفاقي وزير ??يد امين الحق ووئيل يو اېس اېف جوړولو نه تراوسه د 20 فيصده فنډز زياتوالي سره موجوده حكومت په وړومبي كال كښې شپږ٬دوهم كال 12 او په درېم كال كښې د 25 منصوبو پیل كونه د يونيورسل سروس فنډ د ښه كاركردګۍ ثبوت دے په كومه چې د ادارې افسران او ټېكنيكل سټاف د مباركۍ مستحق دي ۔ده ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې د سپيځلتيا٬معيار او منصوبو په وخت بشپړول برقرار وساتلې شي۔د دې څخه وړاندې د يو اېس اېف چيف ايګزېكټو افسر حارث مح??ود چوهدري كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔