ته??ان 05 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د خپل پلاوي د اي??ان نوي ټاكلي شوي صدر سيد ابراهيم ريئسي سره ته??ان كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال په پاك اي??ان اړيكو ٬ سيمه ايز پرمختګ ٬ اقتصادي مرستې او د پارليماني تړون په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چئيرمېن دا مهال د اي??ان نوي ټاكلي صدر د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون كولو له د اي??ان په دوه ورځنۍ دوره دے۔ هغه وزيراعظم عم??ان خان د سوګند پورته كولو دستوره كښې د پاكستان نمائندګي كولو لپاره نومولے ؤ۔ نوے ټاكلے صدر د ملاقات په مهال دوه اړخيزو اړيكو او پارليماني رابطو ته لا وده وركولو او د اقتصادي اړيكو مستحكمولو ته صلاح شوے۔ د سېنېټ چئيرمېن په دې موقعه د اي??ان نوي ټاكلي شوي صدر لپاره د پاكستان?? اولس ٬ پارليمان ٬ صدر او د وزيراعظم لخوا د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د اي??ان نوي ټاكلي صدر په مشرۍ كښې به دوه اړخيزه پخوانۍ ٬ ??ذه??ي ٬ كلتور?? او تجارتي اړيكې لا مضبوطې شي۔ دواړه لارښود د اسلاموفوبيا زياتېدونكو رجحاناتو مخنيوي له په ګډه هڅو كولو ته هم صلاح شول۔ صادق سنجراني ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني پلاويو تګ راتګ زياتولو ته اړتيا ده۔ دواړو لارښودو د كشمير او فلسطين په مسئله هم خبرې كړي ۔ د سېنېټ چئيرمېن ووئيل د كشمير?? اولس د خپلواكۍ حق مرستې لپاره او په كشمير?? اولس د هندي ظلمونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له په ګډه كار كول وي۔ هغه د كشمير?? اولس د خپلواكۍ حق په پرله پ??ې ملاتړ كولو د ايراني مشرتابه مننه وكړه۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودې له به د بلوچستان پولې ته نزدې سيمو كښې نورې هم تجارتي لارې او منډيانې پرانس??ل وي۔ هغه د بلوچستان تربت ٬ پنجګور او مك??ان ډويژن ته اي??ان څخه د برېښنا پرله پسې رسنه باوري كولو خواست وكړو۔ د دې په ځواب كښې د اي??ان صدر ووئيل سيمه ايز تجارت ته د ودې وركولو په لاره كښې پېښې ستونزې به لرې كولې ش?? او د بلوچستان يادو كړو سيمو ته د برېښنا پرله پسې رسنه كښې پېښی ستونزې له حل كولې شي