اسلام آباد۔04 اګست(اے پ?? پی) د كشمير پارليما??ي كمېټۍ 21 مه ان كېمره غونډه به د روانې مياشتې په 8 مه نېټه كېږي۔ د قامي اسمبلۍ سېكر له مخې دا غونډه به ان كېمره وي۔ د كشمير پارليما??ي كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي په مشرۍ كښې كېدونكې دې غونډه كښې به خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف ٬ د اسلامي تعاون تنظيم د آزاد او مستقل انساني حقونو كمېشن 12 كسيزه پلاوې په شمول د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي هم ګډون كوي۔ د كشمير پارليما??ي كمېټۍ چيئرمېن شهریار خان آفریدی به غونډه كښې ګډون كوؤنكي او د او آئي سي د جوړ كړې شوي آزاد او مستقل انساني حقوق كمېشن ??لاوې د هندي حكومت لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پر??ه پسې خلاف ور??و او په 5 اګست 2019ء د آئين دفعه 35A او370 خاتمې نه وروستو مقبوضه سيمه كښې د مسلمانانو اكثريتي تناسب په اقليت بدلولو له د غېر قانوني ګامونو په اړه بريفنګ وركوي