اسلام آباد۔01جولائی(اے پی پی) ایتھوپیا كښی پاكستاني سفير شع??ب عباس تېره ورځ د مسيحيانو تر ټولو پخوانۍ سېنټ لاليبېلا خانقاه دوره وكړه او دغلته ئې منتظم ابا سيګې سيلاس مېزېبو سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې پاكستاني سفير د حضرت محمد (ص) د زمانې نه تر دې دمه د اسلام او آرتھوډوکسعیسائیتترمينځه په راروانو سفارتي اړيكو او د ??کس??م باچا نجاشی په زړه پورې كردار هم رڼا واچوله كوم چې په كال 615 عیسوی كښې مكې نه ابي سينيا ته هجرت كوؤنكو صحابه كرام (رض) ته پناه وركړې وه۔ سفیرلالیبیلا كښې د مونوليتھك چرچ هم دوره وكړه۔ سفیر شع??ب عباس د خانقاہ منتظم سره خبرو كښې ووئيل پاکستان كښې مسلمانان مسيحيانو سره د ورورولۍ اړيكې لري كوم چې د هېواد تعمير او پرمختګ او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو له يو بل سره اوږه اوږه كار كوي۔ سفير ووئيل پاكستان كښې نزدې 30 لكه مسيحيي وګړي ژوند كوي۔ شع??ب عباس ووئيل اوسنے حكومت د يوې داسې ټولنې جوړولو هڅه كوي چرته چې هر نسل ??و مذهب سره تعلق ل??ون??ي ژوند تېر كړے شي۔ د خانقاہ منتظم د سفیر د دورې ستائنه كولو سره ووئيل دا د كوم هم مسلمان سفير د اېتھوپيا د تاريخي او كلتوري ورثې اولنۍ دوره ده۔ هغه ووئيل دا دوره د پاكستان او ایتھوپین اولس ترمينځه د نزدې اړيكو او د مينې څرګندونه ده۔ د خانقاہ منتظم د دعا خصوصي دستوره كښی پاكستان او د پاكستاني اولس خېر ښېګړې له دعا وكړه