اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د آبي تحفظ پالېسيو په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېږي۔ د اتوار په ورځ يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان د پنجاب اعلی وزير عث??ان بزدار په مشرۍ كښې د پنجاب حكومت پورته كړي ګامونه وستائل چې له كبله ئې د زمكې لاندې د او??و كچې لا ټيټدو عمل د كال 1980 نه پس ??در??دلے دے۔ وزیر اعظم ووئيل دا داسې ځكه شوي چې پنجاب حكومت د او??و ري سائيكلنګ پالېسو خپلولو ٬ ایکوفر چارجز ?? د ??مكې لاندې د باراني او??و ذخيره كولو ٬ ټائيمډ ويل پمپنګ كولو او نور ټارګېټډ اقدامات كړې دي۔ وزیراعظم عمران خان لاهور كښې د او??و كچې ټېټدو په اړه چارټ هم شيئر كړے دے چې له مخې ئې په كال 2020 كښې د زمكې دننه د او??و كچې ټېټېدو شرح كښې د كال 1980 نه وروستو په اولني ځل اضافه نه ده شوې۔ دې نه وړاندې دهر كال دا شرح مخ په زياتېدو وه او دې پلو هڅې پام نه و ګرځولے شوے