اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې حکومت ښه بجټ وړاندې كړې دې٬ د ملازمانو تنخاګانې زياتې كړې شوې دي٬ اپوزيشن د عمران خان وېښته هم نشي ازارولې٬ د دوي مشينرۍ كا?? پرېښې دې٬ لوي څښ??ن وزيراعظم ته عزت وربخښلې دې۔ د شورو په ورځ د ايګل سكواډ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل چې لوي څښ??ن وزيراعظم ته عزت وربخښلې دې او زه د وزيراعظم عمران خان مننه كوم چا چې د اسلام آباد پ??ليس په دستوره كښې په دوېم ځل ګډون كولو سره پوليس ته عزت وركړې دې۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د يوې نه سېوا ټولې ناكے ختم كړې شوې دي د 150 موټر بائيك رائيډرز ايګل سكواډ جوړ كړې شوې٬ د پ??ليس پټرولنګ او نګرانۍ لپاره 4 جديد ګاډي وركړې شوې دي?? د پ??ليس ناکے ختمېدو سره به د وګړي په خاص توګه مري او د ګليات سېلګرو مشكل آسان شي او دوي به د چېكنګ په نوم نه اودرولې كېږي۔ ده ووئيل اسلام آباد پ??ليس بهترين فورس جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل وزيراعظم څخه د ښځينه اهلكارو او د پ??رولنګ د ګاډو شمېره زياتولو لپاره اجازه او فنډز وركولو لپاره درخواست شوې دې۔ ده د اسلام آباد پ??ليس ته د څلورو واړو صوبو غوندې د لاء اېنډ آر??ر الاٶنس وركولو هم درخواست كړې۔ داخله وزير ووئيل اي پاسپورټ پېل كوٶ دا به ډېر لوے اقدام وي، په فيس كښې د دوه زره روپو اضافې نه پس به په 48 ساعتونو كښې پاسپورټ وركوٶ٬ ويزے آن لائن كړې شوې دي?? د چين وګرو ته د دريو مياشتو په ځائ د دوه كالو ويزه وركوٶ٬ د چين حكومت هم زمونږ په دې اقدام د خوشحالۍ څرګندونه كړې ده۔