اسلام آ??اد 16 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خا?? مرستيال محمد عثمان ډار وئېلي دي چې بېلو كامياب جوان سكيمونو لپاره 150 ارب روپۍ بېلې كړې شوي چې مقصد يې د 10 لكه ځوانانو لپاره ?? روزګار موقعې پېدا كول دي٬ځوانانو ته ډګري وركولو سره ??ره ??وئي هنرمند جوړول به د دوئي په ګټه وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د كامياب جوان پروګرام او پپسيكو ترمينځه د روشن كل انټرن شپ پروګرام په اړه په مفاهمتي يادښت د لاس ليك كولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل ځوانان هنرمند جوړول به د دوئي په ګټه وي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان وژن و چې مونږ ځوانانو ته د لېپ ټاپ وركولو په ځاې دوئي هنر مند جوړ كړو۔ د دې لوظ نامې له مخې به ګريجوېټ زده كونكو ته د انټرنشپ موقعې وركولې شي دغسې چې د هغوي په پېشه وارانه صلاحيتونو كښې اضافه وشي۔
پپسيكو په هېواد كښې د كورونا وائرس اوس??ي صورتحال په تناظر كښې آن لائن پروګرام مرتب كړې چې له مخې ئې په كال 2020 كښې 300 ګريجوېټ ته تربيت وركړې۔سږ كال 2021 كښې پپسيكو پاكستان 1000 ګريجوېټس ته انټرنشپ وركولو كښې خوښي لري٬ دا انټرنشپ پروګرام به په 35 ورځو مشتمل وي كوم چې به ورچوئل كولې شي۔د دې پروګرام له مخې د انټرنيز لپاره ?? كوم څيز ضرورت نشته هغه دې د پپسيكو افسرانو سره ملاقات وكړي دا انټرنشپ د پاكستان د هرې سيمې ځوانانو لپاره ??ے۔د پروګرام په مهال به هر ځوان ته لس زره ??وپۍ وظيفه وركولې شي۔ځوانان به د مقرره معيار د لارې منتخب كولې شي او هغوي ته به ماركيټنګ٬فنانس٬قانون٬پبلك اېډمنسټرېشن٬فوډ ټېكنالوجي٬انجينئرنګ او د كاروبار پشمول نو??و څانګو كښې تربيه وركولې شي۔په انټرنشپ بشپړ كېدو به انټرنشپ سرټيفيكېټ وركولې شي۔