اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي وزيراعظم به د ماحوليات ن??يو??لې ورځې په مهال د قدرتي چاپېرچل تحفظ او بحالۍ له نوې منصوبې اعلان كړي۔ هغه د شورؤ په ورځ د پاكستان په كوربتوب ك??ې د ماحوليات ن??يو??لې ورځې 2021 مناسبت سره د بېلو دستورو په اړه ميډيا بريفنګ ته خطاب كولو۔ ملک امین اسلم ووئيل د ماحوليات ن??يو??لې ورځې مناسبت سره به په 4 او 5 جون پاكستان ك??ې دوه مهم اېونټس كولے شي۔ ملك امين اسلم ووئيل د جون په 5 مه نېټه به وزيراعظم عمران خان كنونشن سنټر اسلام آباد ك??ې د ماحوليات ن??يو??لې ورځې د مركزي دستورې پرانسته كوي۔ دا به ټولې نړۍ ته نېغ په نېغه ښودلې شي۔ په دې موقعه به د پاكستان لخوا د وزيراعظم د ټېن بلين ټري سونامي پروګرام ترسېوري لاندې پاكستان كښںی د يو ارب اونو نالولو هدف په سر كولو ، د بون چېلنج ترسېوري لاندې خېبرپختونخوا كښې په 0.3 ملین هېكټرز زمكه د ځنګلونو بحالۍ ٬ د پروټېکټډ اېریاز پروګرام ترسېوري لاندې د 15 نوو نېشنل پاركس جوړېدو او د اېكو سسټم بحالۍ په لړ كښې په ن??يو??له كچه د ګرين فنانسنګ ګامونو معارفي كولو د لويو كاميابو اعلان كوي۔ هغه ووئيل د جون 4 مې نېټې دستوره كښې به وزیراعظم د هېواد اولني بليو كاربن رپورټ جاري كوي۔ دغسې هغه به د سېي پېك ترسېوري لاندې د پاك چين ګرين زون منصوبې اعلان هم كوي۔ ملك امين اسلم ووئيل د قدرتي چاپېرچل تحفظ او بحالۍ نورو م??صوبو په ??ول د ريچارج پاكستان پرانسته به هم كولې شي چې ورسره به 100 ملین اېکړ فټ سېلابي اوبه ذخيره كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د وزیراعظم د مذهبونو ترمينځخ د همغږۍ خصوصي استازي مولانا طاهر محمود اشرفي هڅې ستائلو سره هغه ووئيل سعودی عربستان ك??ې د وزيراعظم د ټېن بلين ټري سونامي پروګرام په ??ول د اونو نالولو په منصوبه كښی د مرستې په اړه پاك سعودي خبرو اترو كښې مولانا مهم كردار ترسره كړے ۔ د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان د دې منصوبې ترسېوري لاندې 20 لكه پاكستانو وګړو ته د ګرين روزګار وركولو باور وركړے ۔ مولانا طاهر اشرفي ووئيل نن ټوله نړۍ د ماحوليات تحفظ په حقله د پاكستان د هڅو اعتراف كوي۔ زمونږ خوږ پېغمبر (ص) ١٤٠٠ كاله وړاندې د چاپېرچل صفا ساتلو ٬ د اونو نالولو او د اوبو د بچ كولو په اړه تعليمات وركړي په كومو چې عمل كولو ته اړتيا ده۔ هغه ووئيل دا راروانه جمعه به د ګرين فرائيډے په توګه لمانځلې شي او ټول علماﺀ كرام به په اسلام ك??ې د ماحوليات اهميت په ??اګه كوي۔ مولانا طاهر اشرفی ووئيل سعودي عربستان د 50 اربه اونو بوټو نالولو اعلان كړے كومو كښې به چې 10 اربه سعودي عربستان او پاتې 40 اربه د منځني ختيز په نورو هېوادونو كښې نالولې شي۔ (MWA/ZIA/2015)