اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د نشه ائ توكو مخنيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاہ په فلسطين د اسرائيلي جارحيت او په فلسطينيانو د ظلمونو او هغوي د كورنو څخه په زبردستۍ د وېستلو غندنه كولو سره وئيلي دي مونږ په دې سخت وخت كښې د فلسطينيانو سره ولاړ يو۔ د فلسطين يووالي ورځ په موقع د ??مع?? په ورځ خپل يو پيغام كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمرا?? خان په ??شر?? كښې د فلسطين مسئله په ښه ډول رامخي ته شوې۔ اعجاز احمد شاہ ووئيل سيز فائر يو كوټلے اقدام دے او د هغي هركلے كوو-ده ووئيل د فلسطين مسئلې تر مستقل حل كولو به غږ پورته كوو- ده ووئېل په يوه آزاده فضا كښې ساه اخستل د ټولو فلسطينيانو بنيادي حق دے- اعجاز احمد شاہ ووئيل مستحکم او آزاد فلسطيني رياست جوړول د مسئلې يواځنے حل دے- اسرائيل د ېخپلو ظلمونو ټول انسانيت شرمندہ کړے ،بې ګناه ??اش??مان او په عامو وګړو بريد كول يو ناوړه فعل دے-ده ووئيل پاکستاني قام چې څه ډول فلسطينيانو لپاره غږ پورته كړے او مرسته كړې،په دې دوي د ستائني وړ دي- انشاء اللہ د مسئلې تر حل كيدو به خپلي هڅي رواني ساتو-(