اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان اولس ته د كورونا وائرس په اېس او پيز د عمل كولو ??پي?? كولو سره وئيلي دي ماسك كارولو سره د كورونا خپرېدل تر 50 فيصده كم شوي۔ د خزانې وزير ته مې د څيزونو بيعې ټيټولو هدايت كړے۔ تر كومې د مقبوضه كشمير پخوانے ??الت په ځائې نه شي هند سره مذاكرات كې??ې نه شي۔ زمونږ حكومت د مافيا او طاقتورې ډلې په ضد جنګ كوي۔ چاته به اېن آر او وركولے نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ په ټېلېفون د نېغ په نېغه خپرونو په مهال د اولس د پوښتنو ځواب وركولو كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د اولس په مرسته د كورونا وائرس د درېمې چپې مخنيوې په غوره ډول كولې شي۔ ??ه هند ٬ بنګله دېش ٬ نيپال او نورو هېوادونو كښې كورونا تندۍ سره خپرېږي۔ ??ند كښې د كورونا صورتحال د افسوس وړ دے۔ هغه اولس ته ??پي?? وكړو چې د اختر په رخصتيو كښې ماسك ضرور وكاروي ولې چې د دې كارولو سره د كورونا خپرېدو كښې تر 50 فيصده كمې رامخې ته شوې دې۔ هغه ووئيل د لاك ډاؤن زيات زيان بې وزله طبقې ته رسي۔ ??غه ووئيل د پرمختګ كړې هېوادونو د پرمختګ راز د قانون په سرلوړۍ كښې دے۔ د تحريك انصاف بنياد د يو ډول انصاف په وركولو اېښودلے شوے دے۔ د مدينې په رياست كښې د قانون سرلوړي په عملي شكل كښې موجود وه۔ هغه ووئيل په شهباز شريف د 700 اربه روپو مني لانډرنګ كېس دے۔ د شهباز شريف په ضد د كرپشن يو شمېر كېسونو اورېدنه عدالت كښې روانه ده۔ هغه ووئيل چيني مافيا ته به په هېڅ ډول اېن آر او وركولې نه شي۔ د هېواد ټول شوګر ملز د طاقتورې طبقې دي۔ شوګر ملز به د اولس په جېبونو ډاكھ اچولو ته نه پرېږدو۔ هغه ووئيل جهانګير ترين وائي ماسره انصاف نه كېږي۔ ??زيراعظم ووئيل ما تر نن ورځې چاسره ناانصافي ن?? ده كړې۔ د كشمير په اړه وزيراعظم ووئيل تر كومې چې د كشمير پخوانے ??الت په ځائې شوې نه وي هند سره مذاكرات كې??ې نه شي۔ ??زيراعظم ووئيل په لويو ښارونو كښې د اوبو مسئله رامخې ته كېږي۔ اسلام آباد كښې د څښلو اوبو منصوبې پېل كوؤ۔ هغه ووئيل په سندھ كښې وفاقي حكومت په يو شمېر پرمختيائي منصوبو كار كوي۔ دغسې پنجاب كښې كرونده ګرو لپاره كسان كارډ جاري كړے شوے دے۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې سفارت خانې د پاكستان مرستې لپاره دي۔ ??غه ووئيل ما خارجه وزير ته وئيلي دي چې هغه بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو شكايتونه لرې كولو له پورټل جوړ كړي۔