اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم وئيلي دي ?? كورونا وبا له امله مونږ بې شمېره ستونزو سره مخ شوي يو خو دې بحران مونږ ته دا م??قع راكړې چې مونږ د ماحولياتي بدلون د خطرو مقابله كولو لپاره تياري ??كړو، د وبا په مهال حكومت د داسې پرمختيائي سكيمونو مرسته كړې كوم چې ماحول دوست وي او قدرتي ماحول ته د زيان رسولو نه بغېر د ملازمتونو موقعې راپېدا كړي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د اېس ډي پي آئي تر سيوري ??اندې د وېبنار په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. ملك امين اسلم ووئيل حكومت د بېلا بېلو طريقو كارولو سره ماحول دوست پرمختګ ته وده وركوي. ده ووئيل د نړيوال بېنك لخوا وركړي شوي 120 مليونه ډالره په ماحولياتي بحالې خرڅ كولې شي او هيله ده چې دې سره به د يو لك ملازمتونو موقعې راپېدا شي. ده ووئيل حكومت ګرين يورو بونډ ته خاص پام كوي او پنځه سوه مليونه روپې به د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو په پروژو خرڅ كولې شي. په وېبنار كښې د اېس ډي پي آئي اېګزېكټو ډائرېكټر عابد قيوم سلهري او نورو پوهانو هم وېنا وكړه