اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د ناموس رسالت (ص)په مهمه معامله قام ته خپل ??طاب كښې د روايتې ا??تج??ج په ځاے د معاملې حل كولو متبادل اپروچ او تګلاره وړاندې كړې او د لوېديز او اروپاﺀ سفير ويستلو٬اړيكو ختمولو او بندېزنو لګولو غوندې د روايتي غبرګون وركولو په ځاے ئې اروپاﺀ او لوېديز سره د مكالمې او هغوي په خپل نكته نظر د قائل كولو په تجويز يو ځل بيا زور راوړے۔وزيراعظم عمران خان په خپل ??طاب كښې واضحه كړې چې ماته او زمونږ حكومت ته په دې معامله هم دومره تكليف رسېدلے څومره چې نورو مسلمانانو ته دے خو وزيراعظم قام له باور وركړے چې د دې معاملې حل تشدد او ا??تج??ج نه دے ځكه چې دې ډول ا??تج??ج سره اروپا او لوېديز ته هېڅ زيان نه رسي البته زمونږ خپل ??يان كېږي لكه څنګه چې د اوسني ا??تج??ج په مهال شوے۔وزيراعظم د دې ا??تج??ج په مهال د انتشهار په صورتحال كښې بهرنو دښمنانو ته د ګټې رسېدلو ذكر هم وكړو۔وزيراعظم په دې معامله د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو يو موټې كېدو اهميت هم رامخې ته كړے۔وزيراعظم قام له باور وركړو چې د اسلامي هېوادونو لارښودو او مشرانو سره دا معامله په نړيو??ل فورمز پورته كولو ذمه واري اخلم او د دې كمپائن مشري به كوم